ورځپاڼو ته کتنه ۵-۳-۹۵
د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د خبرګانو جرګې ته د اسلامی انقلاب د معظم رهبر وېنا راخېستې ده.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل،
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د رهبرۍ د خبرګانو جرګې د پنځم پړاو د کار د پیلولو په مناسبت یو پیغام کښې د ولس د اعتماد او انتخاب د ترلاسه کولو په خاطر د دغې شورا غړو ته د مبارکۍ په ویلو سره تاکید وکړ: د دې عظیم الشأنه جرګې اهمیت د هغه مسئولیت د سترتوب له امله دے چې د غوره کونکو په اوږو یې پروت دے او دغه مسئولیت په هیواد باندې د واکمن نظام د اسلامی او انقلابی هویت دقیقه او هراړخیزه ساتنه او د هغه د لوړو او عالی قدره هدفونو په لور د دغه نظام سره د کوټلو ادارو لارښوونه کول دی.
-------
ورځپاڼې ولیکل، د هند وزیراعظم نرېندرا مودی په خپله ټوئیټر پاڼه کښې ولیکل چې هغه له حضرت امام علی (ع) سره منسوبه د قرآن مجید یوه نفیسه نسخه په تهران کښې د اسلامی انقلاب له معظم ربهر سره په کتنه کښې هغوی ته ډالۍ کړه.
-------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، پرون د ایران او چین ترمېنځ د سوداګری ملګرتیاو اوۀ سندونه لاسلیک شول.
---------
ورځپاڼې ولیکل د ایران د رېلوے د وزیر مرستیال حسین عاشوری ، اروپا او روسیې ته د فارس خلیج د دوو ریلی ټرانزېټی کرېډورونو د شروع کېدو خبر ورکړ.
--------
اطلاعات ولیکل، د ملا اختر منصور له وژلې وروسته د اسلام اباد او واشنګټن ترمېنځ تاوتریخوالے لا زیات شو.
------
ورځپاڼې د یمنی سرچینو په حوالې سره ولیکل، د دغه هېواد البیضاء صوبې وهبیې سیمې ته د سعودی تالی سټو ځواکونو د ننوتلو په وخت له یمنی ځواکونو سره د هغوی نښته رامنځته شوه چې پکې یو شمېر سعودی تالی سټی هلاک اوباقی پاتې ونیوې شول.
--------
ورځپاڼې د پاکستانی رسنیو په حوالې سره ولیکل، د دغه هېواد پینځه فوځی افسران له داعش ترهه ګرۍ ډلې سره د مرستو او ملګرتیاو په جرم پانسی کړې شول.
-------
ورځپاڼې د عراقی سرچینو په حوالې سره ولیکل، د دغه هېواد امنیتی ځواکونو له حلب سره نزدې الکرمه سیمه د ترهه ګرو له قبضې آزاده کړه او په دغو عملیاتو کښې په لسګونو داعشیان هلاک کړې شول.
------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقی او بهرنیو چارو د مرستیال سید عباس عراقچی په حوالې سره ولیکل، دصهیونېسټ رژیم د ډله ایزې وژلې د وسلو ډیپوګان د سیمې لپاره یو ستر ګواښ دے.
------
ورځپاڼې د عراق د موصل ښار د خلقو له قوله ولیکل، داعش ترهه ګره ډله د دغې ډلې په اسارت کښې بندیانو باندې کېمیائی وسلې ازمائی.
-----
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې ولیکل، آیت ا... جنتی د خبرګانو د جرګې مشر وټاکلے شو.
------
ورځپاڼې ولیکل، د هند وزیراعظم نرېندرا مودی په تهران کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر سره په کتنه کښې هغۀ ته بلنه ورکړه چې له هند څخه دې کتنه وکړی.
----------
ورځپاڼې ولیکل، د سوریې ډېموکرېټو ځواکونو د دغه هېواد د رقه سیمې لوری ته چې د داعش ترهه ګرو مرکز بلل کیږی پرمختګ شروع کړ.
------
ایران ورځپاڼې د ایران د مرکزی بېنک د مشر په حوالې سره ولیکل، سږ کال به په هېواد کښې پینځویشت کاله پس د تورم نرخ یو رقمی شی.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د مصر د جامعه الازهر مشر شېخ احمد طیب او د نړۍ د کېتولېکو مسیحیانو مشر پاپ فرانسس د پینځو کلونو د تعلق له پرې کېدو وروسته کتنه وکړه.
------
د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې د خبرګانو د جرګې د نوی ټاکل شوی مشر آیت ا... جنتی په حوالې سره ولیکل، ولایت فقیه د امام علی (ع) ولایت دے.
------
ورځپاڼې د عراق د فلوجې سیمې د ازادولو لپاره د دغه هېواد د فوځی او ولسی ځواکونو د عملیاتو په شروع کېدو سره داعشی ترهه ګر له یو ډېر سوزوونکی او هلاکوونکی اور سره مخامخ شوی دی.
-------
ورځپاڼې د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومی قوماندان محمدعلی جعفری په حوالې سره ولیکل، پاسداران د نړۍ د هندسې بدلولو ته آماده دی.
------
رسالت ورځپاڼې د نظام د مصلحت د ټولنې د یو غړی سعید جلیلی په حوالې سره ولیکل، په اسلامی انقلاب باندې د امریکې د غلبې لیدلے خوب به پوره نه شی
-----
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د فوځ مشر قوماندان راحیل شریف په دغه هېواد کښې د امریکې د سفیر په کتنه کښې په بلوچستان کښې د امریکې په ډرون حملې خپل سخت تشویش څرګند کړ. او وې ویل د دا ډول حملې به د امریکې او پاکستان تعلقات خړ پړ کړی.
------
ورځپاڼې خبر ورکړ په پېښور کښې د اېف سی د افسر امیربادشاه په شمول درې امنیتی ځواکونه د ترهه ګرو په ډزو سره ووژل شول.
---------
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د خېبر پختونخوا د نوښار ضلعې له اکبرپورې سره نزدې په واپډا کالونۍ کښې په یو کور کښې د ګډا او موسیقۍ او شرابو کبابو په یو محفل باندې د پولیسو په حمله کښې د څو ښځو په شمول پینځۀ څلوېښت تنه ونیول شول.
------
د کابل چاپ ورځپاڼو نن په خپلو ګڼو کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د ملا اختر محمد منصور د وژنې په تړاو مسایلو او د ډیورنډ پر کرښه د پاکستانی ځواکونو د تحرکاتو په اړه لیکنی کړی دی.
سرنوشت ورځپاڼې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومی قوماندان خبری نقل کړی چې وایې د سولې مخالف وسله وال به په نښه شی.
---------
ویسا ورځپاڼې بیا د ملا منصور په اړه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړی استازې ضمیر کابلوف خبری راخیستی دی.
ورځپاڼه د ښاغلی کابلوف په حواله زیاتوی چې وایې، د ملا منصور د وژنې په اړه سم شواهد نشته او داسی طبی اسناد هم نشته څو ثابته کړی چې وژل شوی کس ملا منصور دی.
-----
انیس دولتی ورځپاڼه بیا په خپلې سرمقالې کې سپارښتنه کوی چې د ملی وحدت حکومت باید په داسی حساسو شرایطو کې دا ابتکار په لاس کې واخلی او هڅه وکړی هغه طالبان چې سولې ته تمایل لری، را جذب او د هغو پر وړاندی چمتو و اوسی چې د ملا اختر محمد منصور تر وژنې وروسته د انتقام غوښتنه کوی.
----------