نیویارک ټایمز د امریکا د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168772-نیویارک_ټایمز_د_امریکا_د_ملي_امنیت_لپاره_جدي_ګواښ_دی
پارس‌ټودي – د امریکا ولسمشر په تندو څرګندونو کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه  د ولس  اصلي دښمنه  وبلله او وې ویل چې دا ورځپاڼه د امریکا د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.
(last modified 2025-12-24T00:52:53+00:00 )
Dec 24, 2025 05:20 Asia/Kabul
  •    نیویارک ټایمز د امریکا د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی

پارس‌ټودي – د امریکا ولسمشر په تندو څرګندونو کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه  د ولس  اصلي دښمنه  وبلله او وې ویل چې دا ورځپاڼه د امریکا د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ  ، نیویارک ټایمز خپرونه یوځل بیا په دروغو خپرولو او هدفمند تحریف تورنه کړه  او وې ویل چې د دې ورځپاڼې  کیڼ پال او بې‌کنټروله چلند باید ودرول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې د امریکا یوې محکمې د ټرمپ هغه ۱۵ میلیارده ډالري دعوه رد کړې وه چې د نیویارک ټایمز پر ضد یې کړې وه.

یاده دعوه د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته شوې وه چې د جنسي جرمونو په تور د محکوم پانګه‌وال «جفري اپستین» سره د ټرمپ د اړیکو په اړه خپاره شوي وو.

د ټرمپ د حقوقي ټیم ویاند ټینګار کړی چې د امریکا ولسمشر به د دې ورځپاڼې پر ضد خپل قانوني تعقیب ته دوام ورکړي.

له دې مخکې هم ټرمپ د خپلو کرغیړنو کړچارونو د پټوَلو په خاطر په رسنیو کرتو نیوکې کړي  او د هغه او د امریکائي ولس دښمنان ئې بللی دي.