امریکا او لویدیځ هیوادونه د اوکراین د جنګ عاملان دي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د سیاسي علومو استاد لویدیځ هیوادونه په اوکراین کښې د جنګ عامل معرفي کړل.
د امریکا د سیاسي علومو استاد او د یرغلیز رئالیزم د نظریې بنسټګر جان ماشایمر د اوکراین د جنګ په دلایلو او جرړو باندې غور کولو سره د امریکا په رسنیو کښې دغه خپرې شوي ادعاګانې چې په اوکراین باندې له حملې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هدف د دغه هیواد فتح کول او د روسیې له فیډریشن سره د اوکراین یوځاې کول دي رد کړې او توضیح یې ورکړ د اوکراین د جنګ عامل د لویدیځو هیوادونو لخوا د روسیې پرضد په موجود ګواښ باندې سترګې پټول دي.
د امریکا د پوهنتون دغه استاد جان ماشایمر زیاته کړه د اوکراین کړکیچ چې همدا اوس په حقیقي جنګ بدل شوی دی ټول د روسیې په سرحدونو کښې د لویدیځ په سنګر باندې د اوکراین د بدلولو لپاره د لویدیځو هیوادونو له هڅو سره مربوط دی.
د امریکا دغه استاد ډاګینه کړه هغه وخت چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په ۲۰۲۱ میلادي کال کښې سپینې ماڼۍ ته ورسید نو د اوکراین د ملاتړ لپاره یې د پخواني ولسمشر ټرامپ د حکومت په نسبت زیات اقدامات ترسره کړل او دغه چاره عملا د روسیې له سرحدو کرښو تیریدل ګڼل کیږي.
د جنګ په میدان کښې له اوکراین څخه د لویدیځو هیوادونو له پراخو پوځي او سیاسي ملاتړونو سره سره دونتسک ، لوهانسک سیمو له خرسون او زاپروژیا سیمو سره یوځاې چې په ټول کښې د اوکراین د خاورې پینځلس فیصده جوړوي څو اونۍ مخکې په یوې ټولپوښتنې کښې له روسیې فیډریشن سره یوځاې کیدل اعلان کړل.