فرانسې کښې د سونګو غلا زیاته شوي ده
فرانس څلرویشتم ټيلي ويژن چینل راپور ورکړ په فرانسې کښې د سونګو کمښت د پیټرولو او د ډيزلو د بیو د زیاتیدا سبب شوی دی.
د فرانسې د «نیوګره» د ټرانسپورټ شرکت مشر برتران نیوګره وویل د هیواد د تیلو په چاڼ ځایونو کښې د کاربندیز دوام او په هیواد کښې د سونګو سخت کمښت فرانسه په ټپه درولي ده او له مخکې څخه په دغه هیواد کښې د سونګو د غلا د زیاتیدا سبب شوی دی.
د فرانسې د اسو، د اکسون موبیل او د ټوټال انرژۍ د تیلو د شرکتونو په چاڼ ځایونو کښې د کارګرانو له کاربندیز وروسته په فرانسې کښې د پيټرولو او د ډیزلو پمپونه د سونګو له کمښت سره مخامخ دي او د پیټرولو او د ډیزلو د ترلاسه کولو لپاره د ګاډو د اوږدو صفونو د جوړیدا ویره نور هم زیاته شوي ده.
په فرانسې کښې د سونګو له کړکیچ وروسته په اکثرو پمپونو کښې د پیټرولو او د ډیزلو د هر لیټره بیه په یوه یورو زیاتیدا سره کابو دوه نیم یورو ته رسیدلي ده.
د امریکا د لمسون په وجه د اوکراین د جنګ د رامینځته کیدا په خاطر اروپايي هیوادونه په تیره بیا فرانسه ، جرمني ، انګلستان ، ایټالیا او پرتګال وغیره د ګازو ، پیټرولو او د ډیزلو له سخت کمښت او له ډیرو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.
امریکا د اروپايي هیوادونو اقتصاد ته داسې تاوانونه رسولي دي چې هیڅکله به جبران نشي.