اسلامي نړۍ د وحدت او ورورولۍ پياوړتیا ته اړتیا لري
د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د وحدت د اونۍ د سترو دستورو ویناوالو د اسلامي یووالي او ورورولۍ پیاوړتیا ته د اسلامي نړۍ په ضرورت باندې ټینګار وکړ
زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، په دغو مراسمو کښې چې پرون د افغانستان د شیعه علماؤ د شورا او د محبانِ اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې په کوربه توب د کابل ښار د لویدیځې برخې په الزهرا جومات کښې ترسره شول، یوشمیر عالمانو، د کابل د کاج روزنیز مرکز د شهیدانو کورنیو، طالب چارواکو او د کابل ځینو خلکو ګډون وکړ او وینا کونکو، دیني وحدت او اخوت نن سبا د اسلامي نړۍ ترټولو مهمه اړتیا او ضرورت وباله.
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر آيت ا... محمد هاشم صالحي مدرس په خپله وینا کښې په دې خبرې سره د اسلام د ګرانقدره پيغمبر(ص) میلاد اسلامي دنیا ته د وحدت د پيغام وریادونکی دی، وویل: یووالی د اسلامي امت هغه مهمه اړتیا ده چې د مسلمانانو په مادي او معنوي ژوند اغیزه کولی شي.
د محبان اهل بیت ټولنې مشرحجت الاسلام والمسلمین عالمي بلخي هم وویل: په دیني تعلیماتو او د رسول ا... مبارک په لارښوونو باندې په عمل سره خپل دیني وحدت او یووالی پياوړی کولی شو.
هغه هم داشان د کابل په کاج نومې تعلیمي مرکز باندې د وروستۍ ترهګرې حملې د زخمیانو د درملنې په لړ کښې د مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملګرتیا قدرونه وکړه.
په دغو دستورو کښې په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت معین سید حسن مرتضوي هم دې ټکي ته په اشارې سره چې ایران د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی، وویل: امریکا په افغانستان کښې له ماتې وروسته د انټرنیټ له لارې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د تفرقې اچولو په فکر کښې ده خو هیڅکله نه ده کامیابه شوې