د نړۍ دنګې میرمنې خپل لومړنی سفر وکړ
زمونږ خبریال وايي د نړۍ تر ټولو دنګې میرمنې «رومیسه ګیلګي» د خپل ژوند تر ټولو لومړنی هوايي سفر وکړ.
د ترکیې هوايي چلند د دغه میرمنې د هوايي سفر لپاره د شپږو څوکیو په لیرې کولو سره د هغې لپاره ځای برابر کړی و.
دغه میرمنې رومیسه ګلیګي په اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې باندې وویل چې ما د ترکیې استنبول څخه د امریکا سان فرانسیکو ته دیارلس ساعته اوږد هوايي سفر وکړ.
ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز وايي رومیسه ګیلګي اوه فټه دنګه ده او د هغې دغه دنګوالی د یوې ناروغۍ له کبله دی.
په دغه ناروغۍ کښې د انسان د بدن هډوکي په غیر عادي ډول اوږدیږي او په تګ راتګ ، سا اخیستلو او ډوډۍ خوړلو کښې انسان له مشکلاتو سره مخامخ کیږي.
رومیسه ګلیګي د ترکیې ښاریزه ده او هغه د ټیکنالوژۍ له سیکټور سره اړه لری او هغه به امریکا کښې شپږ میاشتې تیرې کړي.