هندوستان کښې فیلانو شراب څښلي او بې هوشه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123592-هندوستان_کښې_فیلانو_شراب_څښلي_او_بې_هوشه_شوي
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اوړیسه صوبې کښې په یوه ځنګل کښې څلرویشت فیلان د دودیزو شرابو په څښلو سره څو ساعته بې هوشه وو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2022 09:00 Asia/Kabul
  • هندوستان کښې فیلانو شراب څښلي او بې هوشه شوي

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اوړیسه صوبې کښې په یوه ځنګل کښې څلرویشت فیلان د دودیزو شرابو په څښلو سره څو ساعته بې هوشه وو.

د هندوستان په اوړیسه صوبې کښې د یوه نږدې کلي خلک چې کله ځنګل ته د شرابو د جوړلو لپاره لاړل نو ویې لیدل چې څلرویشت فیلان یوځاې پراته دي او ویده دي.

په شیلپاډا ځنګل کښې کلیوالو ولیدل چې څلرویشت فیلان وده پراته دي.

دغو فیلانو ته نږدې هغه ستر لوخي پراته وو په کومو کښې چې اوبه اچول  کیږي او بیا پکښې د نشه رامینځته کونکو ګلونو عرق اچول کیږي چې هغه په دودیزو شرابو جوړولو کښې وکارول شي.

د هندوستان کلیوال چې کله د سهار شپږ بجې ځنګل ته لاړل نو ویې ولیدل هغه ټول لوخي مات دي او پکښې موجوده اوبه یعني نیم جوړ شوي شراب  هم نشته.

د کلي خلکو ولیدل  چې له ماتو  لوخو سره په خوا کښې فیلان ویده پراته دي او  هغوې پوه شول چې فیلانو دغه شراب څښلي دي.

د ځنګلانو محکمې کارکونکو له خوب څخه د فیلانو د راویښولو لپاره ډالونه ووهل او کله چې فیلان راویښ شول نو هغه ځنګل ته بیرته لاړل.