د سیمې امنیت په افغانستان کښې له ثبات سره تړلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123650-د_سیمې_امنیت_په_افغانستان_کښې_له_ثبات_سره_تړلی_دی
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي وویل: د سیمې ثبات او امنیت په افغانستان کښې په امنیت او پایداری پورې اړونده دی او د سیمې د هیوادونو جدي هوډ، له یو باثباته او امنه افغانستان سره مرسته ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2022 11:57 Asia/Kabul
  • د سیمې امنیت په افغانستان کښې له ثبات سره تړلی دی

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي وویل: د سیمې ثبات او امنیت په افغانستان کښې په امنیت او پایداری پورې اړونده دی او د سیمې د هیوادونو جدي هوډ، له یو باثباته او امنه افغانستان سره مرسته ده.

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي وویل: د سیمې ثبات او امنیت په افغانستان کښې په امنیت او پایداری پورې اړونده دی او د سیمې د هیوادونو جدي هوډ، له یو باثباته او امنه افغانستان سره مرسته ده.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي چې د افغانستان په اړه د ماسکو په غونډه کښې د ګډون په موخه روسیې ته تلی دی، نن یې د دغې غونډې ترڅنګ له روسي رسنیو سره په مرکه کښې ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې رامینځته شویو بدلونونو د دغه هیواد د خلکو او هم د سیمې د هیوادونو او نړیوال امنیت لپاره پيچلي حالات رامینځته کړي دي.

کاظمي قمي زیاته کړه: په خواشینۍ سره په افغانستان کښې د ننیو سختو حالاتو او ستونزو لامل د امریکې د شل کلنې نیواکګرۍ نتیجه ده چې بې له وژلې، خرابۍ او ویرانۍ او د افغانستان د بیخ بیناؤ د له مینځه وړلو بل څه نه وو او له دغه هیواده د امریکې له پلان شوې وتنې وروسته د افغانستان په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او حتی ټولنیزو برخو کښې حالات ډیر سخت او خراب شوې دي.

د ویلو ده چې د افغانستان په موضوع د ماسکو غونډه نن د کابل او د طالبانو د حکومت د استازو له شتون پرته پیل شوه. په دغې غونډې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د ۱۴ هیوادونو استازي ګډون کوي.