ترکیه د سوریې په شمالي سیمو خپلې پوځي حملې زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123878-ترکیه_د_سوریې_په_شمالي_سیمو_خپلې_پوځي_حملې_زیاتوي
د ترکیې ولسمشر تیره شپه وویل: د عراق او د سوریې په شمالي سیمو کښې عملیات به تر هوايي بریدونو محدود پاتې نه شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2022 04:14 Asia/Kabul
  • ترکیه د سوریې په شمالي سیمو خپلې پوځي حملې زیاتوي

د ترکیې ولسمشر تیره شپه وویل: د عراق او د سوریې په شمالي سیمو کښې عملیات به تر هوايي بریدونو محدود پاتې نه شي

د ویلو ده چې ترکیې له وړمې شپې څخه د سوریې په شمال او عراق کښې د کُرد وسله والو خلاف د حملو نوی پړاؤ پیل کړ.

ترکیې په استنبول کښې له وروستۍ ترهګرې حملې وروسته د کردستان د کارګرانو ګوند (پي، کی، کی) د حملې عامل وباله او د پي، کی، کی له خوا د دغه تور دروغ بللو ته په بې پامۍ سره یې وویل چې په هیواد کښې دننه او هم داشان په عراق او سوریې کښې به د دغه ګوند د غړو خلاف خلاف خپلې حملې سختې کړي.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا خبرې له قطر څخه د ستنیدو په وخت په الوتکه کښې کړې دي.

هغه د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په بلنه د فوټبال د نړیوال کپ په افتتاحیه دستورو کښې د ګډون لپاره دوحې ته تلی و.

اردوغان په دغو څرګندونو کښې وویل چې د سوریې په شمال باندې د ترکیې د پوځ پراخ بریدونه هیڅ محدودیت نه لري او دوام به وکړي او یوازې تر هوايي بریدونو به محدود پاتې نه شي بلکې په نزدې راتلونکي کښې به د ځمکنیو ځواکونو د استولو په اړه هم فیصله وشي.