ترکیه د سوریې په شمالي سیمو خپلې پوځي حملې زیاتوي
د ترکیې ولسمشر تیره شپه وویل: د عراق او د سوریې په شمالي سیمو کښې عملیات به تر هوايي بریدونو محدود پاتې نه شي
د ویلو ده چې ترکیې له وړمې شپې څخه د سوریې په شمال او عراق کښې د کُرد وسله والو خلاف د حملو نوی پړاؤ پیل کړ.
ترکیې په استنبول کښې له وروستۍ ترهګرې حملې وروسته د کردستان د کارګرانو ګوند (پي، کی، کی) د حملې عامل وباله او د پي، کی، کی له خوا د دغه تور دروغ بللو ته په بې پامۍ سره یې وویل چې په هیواد کښې دننه او هم داشان په عراق او سوریې کښې به د دغه ګوند د غړو خلاف خلاف خپلې حملې سختې کړي.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا خبرې له قطر څخه د ستنیدو په وخت په الوتکه کښې کړې دي.
هغه د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په بلنه د فوټبال د نړیوال کپ په افتتاحیه دستورو کښې د ګډون لپاره دوحې ته تلی و.
اردوغان په دغو څرګندونو کښې وویل چې د سوریې په شمال باندې د ترکیې د پوځ پراخ بریدونه هیڅ محدودیت نه لري او دوام به وکړي او یوازې تر هوايي بریدونو به محدود پاتې نه شي بلکې په نزدې راتلونکي کښې به د ځمکنیو ځواکونو د استولو په اړه هم فیصله وشي.