له کاربرانو په جاسوسۍکې د ټیکنالوجۍ دغټو شرکتونوسیالۍ
نن سبا له دې انکار نشی کیدلې چی دغه زیاتره ویبپاڼۍ په حقیقت کی د استخباراتی او خبری دفترونو او مرکزونو په خدمت کې دي . که څه هم په دغو شبکو کی غړیتوب وړیا دی خو په حقیقت کی هیڅ څیز وړیا ندی او په ظاهرا وړیا استفادې په بدل کی د دغو ویبپاڼو د الیکټرونیکی خدماتو له لارې د خپل ژوند زیات اسرار د هغو په اختیار کې ورکوی
اجتماعی چینلونه چی نن سبا یې د مخاطبینو ذهن او زړه یې تسخیرکړی دی ، داسې رسندوې شته دي چی د ټولنو اجتماعی ، کلتوری ، سیاسی او اقتصادي جوړښتونه تر اغیز لاندې ر اولی . مجازی اجتماعی چینلونه په وروستیو څو لسیزو کې د اینترنیت او اینترنیتی ټیکنالوجیو د پرمختګ نتیجه دي . دغه اجتماعی چینلونه له ۱۹۹۱ کاله د تیکتلوجي ډګر ته ورداخل شول او په لومړیو لسو کلونو کې یې کم اجتماعی کارندودلې درلوده خو له ۲۰۰۰ کال راهیسې د هغو داسې نسل ډګر ته ورداخل شو چی اینترنیتی کاربران یې زیات ځامته جلب کړل . دغو چینلونو له یوه اړخه د ښاریزو ترمینځ د ارتباط او تعامل د لوړتیا او له بل پلوه زیات امنیتی او اجتماعی تاوانونه رامینځته کړي دي . په دغه پروګرام کی له ځینو مطرح او زیات مخاطب لرونکیو اجتماعی رسندویو د دنیا د استخباراتی ادارو ګټه پورته کونې ته یوه لنډه کتنه کوو .
په وروستیو کلونو کې د اطلاعاتو له پولې پرته او چټګ شییر کولو کې د اجتماعی رسندویو لوړ کیفیت دغو اجتماعی شبکو ته د کابرانو د زیاتی ګروهنې سبب شوی دی . په اجتماعی شبکو کې د اینترنیتی خدماتو وړاندی کول او دلچسپیانو وړاندی کول د دغو شبکو د چټکې استفادی یو مورد دې . کاربران په اجتماعی شبکو کې معلومات ، انځورونه ، سافټ ویرونه او داسې نور شیان شییر کوی او تبلیغاتی شرکتونه په خپلو تبلیغاتو سره بازار موندنه او عاید ترلاسه کوی . په اجتماعی شبکو کې ټول کاربران ظاهرا په یوه سویه کی دي او د دغه اوزار له ظرفیتونو په ګټه پورته کولو سره به قادر وی پراخ انسانی ارتباطات له جغرافیایی او سیاسی پولو وراخوتجروبه کړي . په دې سره سره ډیر شناندي باوری دي چی که څه هم اجتماعی شبکې د کاربرانو ترمینځ د ارتباط د تینګولو اوزار بلل کیږی خو په هماغه راز هم خطرناک دي . د فیسبوک ، ټویټر ، یوټیوب ، ګوګل پلس وغیره په شان ډیرې اجتماعی شبکو د استخباراتي ادارو لپاره ډیر فرصتونه رامینځته کړي دی تر څو له دې لارې د نظر وړ کسانو د نفوذ ، هدایت ، جذب اومعلومات راغونډ کړي .
فیسبوک د اینترنیت یو ډیره مخاطب لرونکی شبکه ده چی د ۲۰۰۴ م کال په فرورۍ کې جوړه شوی ده . د فیسبوک د شرکت په وینا د دغه اجتماعی شبکې د رامینخټه کولو هدف دا دې چی دنیا پرانیزی او له یوه بل سره وتړی . د فیسبوک یا مټا شرکت وروستي بیانیه دا ده چی خلک له دغې اجتماعی شبکې له دوستانو او کورنۍ سره ارتباط او هر هغه څه کشف کړی چی په نړۍ کې ترسره کیږی . خو ایا واقعا داسې ده ؟
نن سبا له دې انکار نشی کیدلې چی دغه زیاتره ویبپاڼۍ په حقیقت کی د استخباراتی او خبری دفترونو او مرکزونو په خدمت کې دي . که څه هم په دغو شبکو کی غړیتوب وړیا دی خو په حقیقت کی هیڅ څیز وړیا ندی او په ظاهرا وړیا استفادې په بدل کی د دغو ویبپاڼو د الیکټرونیکی خدماتو له لارې د خپل ژوند زیات اسرار د هغو په اختیار کې ورکوی . د ویکی لیکس ویب سایټ بنسټ ګر جولیان اسانژوایی فیسبوک تر ټولو کرکجن جاسوسی اوزار دی . هر څوک چی د ځان او خپلو دوستانو نوم د فیسبوک اجتماعی چینل کی ورزیاتوی باید پوهه شی چی په وړیا توګه د امریکا د استخباراتی ادارو په خدمت کی دی او دا هغو لپاره استخباراتی خزانه بشپړوي . د هغه په وینا فیسبوک د کسانو د نوم او د وګړیود مخینې یوه ډیره ستره استخباراتی خزانه ده چی کاربران ورته په خپله خوښه او نااګاهانه ډول د دغې اجتماعی شبکې په بڼه ورکوی . په فیسبوک کې زیرمه شویو معلوماتو ته د دغو ادارو لاس رسی د ملتونو پرضد په یوه خطرناک اوزار بدل کړی دی .
فیسبوک په هغه راپور کی چی د ۲۰۱۳ کال د اګست په ۲۷ خپور کړ ،ویلی دی چی د کاربرانو معلومات یې د مختلفو دولتونو په غوښتنه دغو دولتونو ته ورکړي دي . د نړۍ ۷۴ هیوادونو له فیسبوک داسې غوښتنې لرلی دي چی نیمې غوښتنې پکې د امریکا حکومت دي . همداراز فیس بوک د ۲۰۱۳ کال په دسمبر کې په یوه مقاله کی وویل له دغه امکان برخمن دی چی د کاربر هغه لیکنې چی په نهایت کی یې د نه خپرولو فیصله کوی ، زیرمه او ساتی . مقاله جوتوی چی فیس بوک د وګړیو په لیدتوګو حتی له خپرولو پرته څارنه لری .
واټس اپ هم د سمارټ تیلی فونونو لپاره د سملاسی بیغام رسولو پروګرام دې . دغه پروګرام د واټس اپ شرکت په وسیله جوړ شوی او په نهایت کی د مټا پلیټ فارم په وسیبله اخیستل شوی دی . د دغه پروګرام کاربران چی کابو دوه میلیارډ کیږی د ۲۰۲۱ مال په لومړیو کی له واټس اپ په غیر معمول پیغام سره لالهنده او حیرانه شول . واتس اپ وویل کاربران له دغه پلیټ فارم د استفادی لپاره باید د دغه پروګرام په نویو قواعدو سره موافقت وکړی او واتۍ اپ ته نوی لاس رسی ورکړی چی دغه پلیټ فارم د خپلو کاربرانو شخصی معلومات د فیس بوک په اختیار کی ورکړی . دغه پلیټ فارم په نهایت کی اعلان وکړ هر یو کاربر چی له دغې چارې سره موافقت ونکړی له دغه پروګرام استفاده نشی کولې .
دغه کیسې نه یوازې په واتس اپ بلکې په فیس بوک هم سهختې نیوکې راوپارولی . دا په داسې حال کی دی چی واتس اپ د خپل فعالیت له پیلیدا راهیسې تل د خپلو کاربرانو د شخصی حریم د ساتلو ادعا کوله . همداراز د تلګرام مالک پلول دروف هم وایی واتس اپ ډیرې امنیتی حفرې لري او امن چینل ندې او هاکران د واتس اپ د کاربرانو د فون ټول معلومات ترلاسه کولې شی .او هاکران یوازې د یوه تماس له لارې د هغه ټولو معلوماتو ته لاس رسی لرلې شی .
ګوګل یو فعال امریکایی مشهور شرکت دی . دغه شرکت د لری پیج او سرګی برین په وسیله جوړ شو چی دواړه یې په سټینفورډ پوهنتون کې د ډاکټریټ محصلینو په توګه شتون درلوده او د ګوګل سړیو په توګه پیژندل کیدل . نن سبا د دنیا زیاتره خلک له دغو سمارټ لټون موټر استفاده کوی خو ایا له ګوګل په استفاده کې د کاربرانو د خصوصی حریم خیال ساتل کیږی ؟له دې سره سره چی ګوګل په خپله وروستي نسخه کې د کابرانو خصوصی حریم ته ډیر اهمیت ورکړی دی خو نښې نښانی ښی چی دغه شرکت په تیر وخت کی د کابرانو د مکانی موقعیت په پټولو کې مشکل رامیخټه کړی وو . په حقیقت کی دغه شرکت حتی هغه وخت چی د انډرویډی الو لوکیشن خاموش هم وی ، د کاربرانو معلومات راغونډ کړی دي او له دغو معلوماتو یې ګټه پور ته کړی ده . د پام وړ ټکی همدا دې چی د ګوګل ډیر انجنیران او اجرایی مشران هم له دغې موضوع خبر وو .
د ترسره شوی خلاف ورزۍ ته په پام سره په اریزونا ایالت کی پروت شرکت اټارنی جنرل له ګوګل شکایت کړی دی . نوموړی شرکت وسیلی دی چی ګوګل د کاربرانو له لوکیشن هغه وخت هم ناوړه استفاده کړی ده چی دغه ټاکڼه خاموشه وه . دا به داسې حال کی ده چی ګوګل خپلو کاربرانو ته القا کړی وه چی د لوکیشن د خاموش کیدا په بڼه کی ګوګل د کاربر لوکیشن نشی لیدلې .
د امریکا د فیدرال تجارت د کمیشن له لوری د ترسره شویو تحقیقاتو په اساس یوتیوب هم چی تر ګوګل لاندې یو شرکت دی ، د خپلو ماشوم کاربرانو خصوصی حریم خلاف ورزی کړی ده او په همدې دلیل ګوګل د ۲۰۱۹ کال په ستمبر کې د امریکا د تجارت د فیدرال کمیشن له لوری په ۱۷۰ میلیون ډالرو جریمې محکوم شو .
د تورونو په اساس یوتیوب اجتماعی شبکې د والدینو له اطلاع او رضایت پرته له ۱۳ کمو ماشومانو معلومات راغونډ کړي دي او نومو ړی کمیشن په خپلو تورنو کې اعدا کړی ده چی ګوګل له راغونډ شویو معلوماتو د ماشومانو د هدفمنو تبلیغاتو لپاره استفاده کولهن او دغهن اقدام د ۱۹۹۸ کال د ماشومانو د انلاین خصوصی حریم د ساتنې له قانون سره په تضاد کې دی .
دغو حقیقتونو ته په پام سره داسې ښکاری چی د وګړیو خصوصی حریم د اینترنیت او اطلاع رسونې د اوزارونو په پراختیا سره له مخکې سترګې پرې سترګې پتې شوی دي . خو د دغې موضوع اهمیت ته په پام سره دا مسله تر څو چی حل شوی نه وی ، همداسې نشو پریښودلې . که څه هم ممکنه ده د خصوصی حریم مسله د واکوالۍ د ذات په تعریف کی مشکلات ولرلې شی ، نو له دې سره سره لازمه ده چی د قانونی لارو چارو په شان اقدامات ، د ګډو مقرراتو تدوین او د پاسورډ د نویو رودو په شان چارې ترسره شی . خوپه دې مینځ و میان کې د خپلو شخصی معلوماتو په ساتلو کې فعالانه مشارکت ته د ښاریزو هڅول په اوسنیو شرایطو کی لازم او مخ نیونکې اقدام کیدلې شی .
پای