په سیمې کې د امریکا شتون د ناامنیو او ویجاړیو زمینه برابروي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173026-په_سیمې_کې_د_امریکا_شتون_د_ناامنیو_او_ویجاړیو_زمینه_برابروي
پارس‌ټوډی – د ایران د اسلامي شورا  مشر  د  پاکستان د کورنیو له  چارو وزیر سره په لیدنې کې وویل: ځینې سیمه‌ییز حکومتونه فکر کوي  چې د امریکا شتون  به دوي ته امنیت ډالئ کړي، خو وروستیو پېښو وښودله چې دا شتون  نه یوازې امنیت نه راولي، بلکې د ناامنیو زمینه هم برابروي.
(last modified 2026-05-18T01:12:58+00:00 )
May 18, 2026 05:40 Asia/Kabul
  • په سیمې کې د امریکا شتون د ناامنیو او ویجاړیو  زمینه برابروي

پارس‌ټوډی – د ایران د اسلامي شورا  مشر  د  پاکستان د کورنیو له  چارو وزیر سره په لیدنې کې وویل: ځینې سیمه‌ییز حکومتونه فکر کوي  چې د امریکا شتون  به دوي ته امنیت ډالئ کړي، خو وروستیو پېښو وښودله چې دا شتون  نه یوازې امنیت نه راولي، بلکې د ناامنیو زمینه هم برابروي.

زمونږ خبریال رآپور راکوي، ، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، سید محسن نقوي، د یکشنبې په ورځ تهران ته سفر کړی   او د ایران د پارلمان  له مشر، د محمدباقر قالیباف، سره ئې کتنه او خبرې اترې وکړې

قالیباف په دغې کتنې  کې د سیمې وروستي بدلونونه  یاد کړل او وې ویل: پر ایران وروستي تپلي جنګ  وښودله چې امریکا او صهیونیسټ رژیم د سیمې ټولو ملتونو ته یوازې شر او ناامني راوړي. ځینې سیمه‌ییز حکومتونه فکر کوي چې د امریکا سپير شتون  به امنیت راولي، خو پېښو وښودله چې دا شتون  نه یوازې امنیت نه راولي، بلکې د ناامنیو  او ویجاړیو زمینه برابروي.

هغه ټینګار وکړ چې سیمه‌ییز هېوادونه باید د یو بل په باور او ملګرتیاؤ سره ،  د اقتصادي اړیکو پراختیا او سیاسي او امنیتي همکاریو زمینه برابره کړي.

 د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي هم په دغې لیدنې کې وویل: د ایران او پاکستان ملتونه مخکې هم یو بل ته نږدې وو، خو اوس لا نږدې شوي او زه احساس کوم چې دواړه ملتونه واقعاً یو بل سره مینه لري، او پاکستانیان د ایران د حکومت  او ملت د بریا لپاره شپه او ورځ دعا کوي.