له ایران سره جنګ نه غواړي ؛ اسرائیل یوازې پاتې شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i173094-له_ایران_سره_جنګ_نه_غواړي_اسرائیل_یوازې_پاتې_شوی
د پاکستان دفاع وزیر  خواجه محمد آصف په اسلام‌آباد کې د  جیو نیوز  ټيلیویژني چینل په یوه سیاسي پروګرام  کې وویل: ما په بیشکک کې د شانګهای ملګرتیا موسیسې  د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډې کې د ایران د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره ولیدل، هغوی ډېر پیاوړی هوډ  او لوړه روحیه لري، او مونږ د دې قدرداني کوو چې ایران د ډیپلوماسۍ د پرمخ بېولو لپاره پر پاکستان باور لري.
(last modified 2026-05-19T10:32:15+00:00 )
May 19, 2026 15:00 Asia/Kabul
  •   له ایران سره جنګ نه غواړي ؛ اسرائیل یوازې پاتې شوی

د پاکستان دفاع وزیر  خواجه محمد آصف په اسلام‌آباد کې د  جیو نیوز  ټيلیویژني چینل په یوه سیاسي پروګرام  کې وویل: ما په بیشکک کې د شانګهای ملګرتیا موسیسې  د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډې کې د ایران د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره ولیدل، هغوی ډېر پیاوړی هوډ  او لوړه روحیه لري، او مونږ د دې قدرداني کوو چې ایران د ډیپلوماسۍ د پرمخ بېولو لپاره پر پاکستان باور لري.

ایرنا خبری آژانس له اسلام اباده راپور ورکړی، د پاکستان د دفاع وزیر  خواجه محمد آصف  د د ایران په ضد د  امریکا او اسرائيلي  د تپلي  جنګ پر مهال  د ایران د کلکې ارادې او  مورال ستاینه وکړه او وې ویل: د بل  جنګ د پیل احتمال ډېر کم دی، ځکه هېڅ هېواد، حتی د فارس خلیج  هاخوا د ایران ګاونډیان ، د تهران پر ضد د جنګ ملاتړ نه کوي، او اسرائیل په دې لاره کې یوازې پاتې شوي دي؛ ځکه د نړۍ عامه افکار، حتی د امریکا خلک هم، د واشنګټن د انتخابي جنګ  مخالف دي.

په راپور کې وئیل شوي دي د پاکستان دفاع وزیر  خواجه محمد آصف په اسلام‌آباد کې د  جیو نیوز  ټيلیویژني چینل په یوه سیاسي پروګرام  کې وویل: ما په بیشکک کې د شانګهای ملګرتیا موسیسې  د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډې کې د ایران د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره ولیدل، هغوی ډېر پیاوړی هوډ  او لوړه روحیه لري، او مونږ د دې قدرداني کوو چې ایران د ډیپلوماسۍ د پرمخ بېولو لپاره پر پاکستان باور لري.

هغه زیاته کړه: زه فکر نه کوم چې جنګ  به بیا پیل شي. اوس  مونږ د نړۍ د خلکو سخت مخالفت وینو، ځکه هغوی دا جنګ  د امریکا انتخابي جنګ  بولي، حتی د امریکا عامه افکار هم د جګړې مخالف دي.

هغه ټینګار وکړ: «د پاکستان او ایران اړیکې ډېرې پخوانۍ دي، او مونږ د زرګونو کلونو ژبنۍ او ګاونډیتوب اړیکې لرو، نو  زه باور لرم چې حتی د فارس خلیج هاخوا د ایران ګاونډي هېوادونه هم د جګړې ملاتړي نه دي.»

خواجه محمد آصف زیاته کړه: «زموږ لپاره د چین او روسیې دریځ مهم دی. د هغوی نظر ډېر روښانه او د درک وړ دی، ځکه هغوی د نورو هېوادونو ترڅنګ هېڅکله د ایران پر ضد د جګړې ملاتړ نه کوي.»