فټبال لوبې،جرمني اسپانیابرابر اوکرویشیا اومراکش هم لوبې وګټلې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124146-فټبال_لوبې_جرمني_اسپانیابرابر_اوکرویشیا_اومراکش_هم_لوبې_وګټلې
د ایران د فټپال ملی لوبډله هم ټاکل شوې ده چې سبا  شپې لس نیمې بجې  د  امریکا د فټبال ملی لوبډلې سره سیالي وکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 28, 2022 03:05 Asia/Kabul
  •  فټبال لوبې،جرمني اسپانیابرابر اوکرویشیا اومراکش هم لوبې وګټلې

د ایران د فټپال ملی لوبډله هم ټاکل شوې ده چې سبا  شپې لس نیمې بجې  د  امریکا د فټبال ملی لوبډلې سره سیالي وکړي .

زمونږخبریال راپور راکړ، د قطر۲۰۲۲نړیوال جام په سیالیو  کې  دجرمني او اسپانیا  فټبال ټيمونو په حساسې لوبې کې  پر یوه بل یو یو ګول  وکړ او دواړه ټیمونه چې  ښائي د نړیوال جام  دګټلو مدعیان هم دي،دوهمې مرحلې ته ئې لا وخت پاتې دی.

له دغې لوبې مخکې جاپان ته  هم کاسټریکا په یوه ګول سره ماته ورکړه او دغه راز مراکش هم بیلیجم ته دیوه په مقابل کې په دوو ګلونو سره ماته ورکړه.  داپه داسې حال کې دي چې د ایران د فټپال ملی لوبډله هم ټاکل شوې ده چې سبا  شپې لس نیمې بجې  د  امریکا د فټبال ملی لوبډلې سره سیالي وکړي .له دې مخکې ایران ولز ټیم ته د صفر په مقابل کې په دوو ګولونو سره ماتې ورکړې وه .  سپورټي کارپوهان وائي چې دوهمې مرحلې ته د ایران درسیدو لپاره باید ایران  د امریکا ټيم ته ماته ورکړي.امریکا دغه راز په دغه ګروپ کې د ایران  د درو امتیازونو په مقابل کې یوازې یو دوه امتیازونه لري .

Image Caption