لویدیځي کرغیړن حکومتونه د دوکه خوړلو اعتراض کونکوملاتړی دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124282-لویدیځي_کرغیړن_حکومتونه_د_دوکه_خوړلو_اعتراض_کونکوملاتړی_دي
د چین د ولسمشرشی جین پینګ په یولړ څرګندونو کې د لویدیځ غلیم حکومتونه د دوکه خوړلو اعتراض کونکو ملاتړي وبلل او ګواښ ئې وکړ،دوي به په خپلو کرغیړنو کړنو پښمانه شي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 01, 2022 08:53 Asia/Kabul
  •  لویدیځي کرغیړن حکومتونه د دوکه خوړلو اعتراض کونکوملاتړی دي

د چین د ولسمشرشی جین پینګ په یولړ څرګندونو کې د لویدیځ غلیم حکومتونه د دوکه خوړلو اعتراض کونکو ملاتړي وبلل او ګواښ ئې وکړ،دوي به په خپلو کرغیړنو کړنو پښمانه شي.

د چین د ولسمشر دغه څرګندونې له بلواګرو سره د چین د حکومت او پوځ  له همدردۍ او نرمښت وروسته خپرې شوي او ښئ چې د چین حکومت د هغو کسانو د ټغر په ټولو پسې دی چې د امریکا له سیاستونو په اغیزمنیدا سره په فتنو او بلواؤ پسې دي.

زمونږخبریال  راپور راکړ، دچین ولسمشر په یولړ ټیلیویژني خبرو کې د څو سوه دوکه خوړلو کسانو  په وسیله ددغه هیواد عمومي نظم ګډوډول،د نه منلو وړ وبلل او وې وئيل، د  چین دوکه خوړلي  اعتراض کونکي  په بهرني عاملیّت سره په بلواؤ پسې دي.

شی جین پینګ روښانه کړه، لویدیځي غلیم حکومتونه او ځیني نزدې هیوادونه، دپرمختګ دڅوکو په لور د چین خوځښت نشي درولی او کله وویني چې پرمختګ کوو،نو هڅه کوي،د مونږ قدرتمند او لوی هیواد له بلواؤ سره مخ کړي.

د چین ولسمشر په عین حال کې ټينګار وکؤ،مونږ د خپلوټولو ښاریزو لپاره د اعتراض د حق لپاره داحترام قایل یوو،البته دوي ته وایوو چې له واټوونو دې بیرته ورځي  او نور دې واټونو ته نه راوځي،ځکه مونږ پخپلو کې سره خبرې اترې کولی شو.

شک نشته، په چین کې د بلواؤ تر شا چې د کرونائي څپو له امله د نوو محدودیّتونو د اعمالیدا په پلمه رامینځةشوي ، لویدیځ په تیره بیا امریکائي د سیسه ګر دي.د چین خلکو په تیرو څو ورځو کې په کرونائي محدودیّتونو او قرنطینه کونې باندې په سخت اعتراض کې ددغه هیواد په مختلفو هیوادونوکی غونډې او مظاهرې کړي وې.