د ایران خلاف د بایډن او مکرون ګډه بیانیه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124302-د_ایران_خلاف_د_بایډن_او_مکرون_ګډه_بیانیه
د امریکې او فرانسې ولسمشرانو په سپینې ماڼۍ کښې له ملاقات وروسته د ایران خلاف یوه ګډه خبرپاڼه خپره کړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2022 01:49 Asia/Kabul
  • د ایران خلاف د بایډن او مکرون ګډه بیانیه

د امریکې او فرانسې ولسمشرانو په سپینې ماڼۍ کښې له ملاقات وروسته د ایران خلاف یوه ګډه خبرپاڼه خپره کړه

د ایرنا د خبر له مخې جو بایډن او امانوئل مکرون پرون په دغې ګډې بیانیې کښې د خپلو ایراني ضده ادعاؤ په دوام کښې وویل چې واشتنګټن او پیرس د دې ډاډ ترلاسه کولو هوډ لري چې ایران د ایټمي وسلو د جوړولو یا ورته د لاسرسۍ توان نه لري.

د امریکې او فرانسې ولسمشرانو هم داشن په خپلې خبرپاڼې کښې په ایران کښې له بلواؤ ملاتړ وکړ.

د ویلو ده چې لویدیځو هیوادونو د امریکې په لارښوونه، په ایران کښې د بلواؤ له پیلیدو راهیسې له دغو ناقراریو څخه ملاتړ په خپله ایجنډا کښې راوستی دی.

د امریکې او فرانسې ولسمشرانو د خپلو ایراني ضده ادعاؤ په دوام کښې زیاته کړه چې دواړه هیوادونه به د واکمنې شورا د ایراني ضده پریکړه لیک د اجرا لپاره د خپلو انډیوالانو مرسته او ملګرتیا وکړي.