نړۍ کښې ۱.۳ ميليارډه کسان له معلولیتونو کړيږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124390-نړۍ_کښې_۱.۳_ميليارډه_کسان_له_معلولیتونو_کړيږي
ملګري ملتونه وايي چې په نړۍ کې ۱.۳ ميليارده کسان له جسمي کمزورتياوو کړيږي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 04, 2022 05:11 Asia/Kabul
  • نړۍ کښې ۱.۳ ميليارډه کسان له معلولیتونو کړيږي

ملګري ملتونه وايي چې په نړۍ کې ۱.۳ ميليارده کسان له جسمي کمزورتياوو کړيږي.

د ملګرو ملتونو سازمان نن د معلولينو د نړيوالې ورځې په مناسبت خپور کړي بيان کې ويلي چې معلولينو ته د هغوی د حقونو ورکړه پر ښې راتلونکې پانګونه ده.

په بيان کې ويل شوي چې په نړۍ کې روانو کړکېچونو معلوليت لرونکي وګړي تر بل هر چا ډير اغېزمن کړي او اړتيا ده چې د مرستې لپاره يې بېړني ګامونه واخيستل شي.

ملګرو ملتونو پر هېوادونو دغه راز غږ کړی چې د معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو د هواري لپاره ګډ اقدامات وکړي. جګړې او ناروغۍ په نړيواله کچه د معلوليتونو د ډيريدو مهم لاملونه بلل شوي دي.