ساري ناروغۍ ماشومان په اعصابي ډول درې کاله زاړه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124414-ساري_ناروغۍ_ماشومان_په_اعصابي_ډول_درې_کاله_زاړه_کړل
زمونږ خبریال وايي ویرونکو ساریو ناروغیو د خلکو د ژوند په هر اړخ باندې اغیز اچولی دی او د هغوې په صحت ، کارونو او د ژوند په سبک کښې یې بدلون راوستلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2022 09:30 Asia/Kabul
  • ساري ناروغۍ ماشومان په اعصابي ډول درې کاله زاړه کړل

زمونږ خبریال وايي ویرونکو ساریو ناروغیو د خلکو د ژوند په هر اړخ باندې اغیز اچولی دی او د هغوې په صحت ، کارونو او د ژوند په سبک کښې یې بدلون راوستلی دی.

د کورونا ویرونکي وایروس په وجه  د منفي اغیزونو

بایولوجیکل سایکاټري ګلوبل اوپن ساینس مجلې کښې په یوه خپور شوي تحقیق کښې معلومه شوي ده چې د ساري ناروغیو په وجه د کارو بار د بندیدا او د اضطراب او پریشانۍ په وجه د ماشومانو دماغ او اعصاب درې کاله زړه او بوډا شول.

دغه اغیزونه په هغو ماشومانو کښې له لیدونکو اغیزونو سره ورته دي کوم چې تر ډیرې مودې پورې له ټینشن او مشکلاتو سره مخامخ دي.

په ماشومتوب کښې کړاو ورکونکي تجربې کینسر ، شوګر ، د زړه ناروغۍ او نور د اوږدې مودې منفي اغیزونو خطرونه زیاتولای شي.

په دې سربیره خلک له ژور خپګان یعني ډيپریشن ، اضطراب او ذهني ناروغیو سره مخامخ کولای شي.

د دغو حقایقو پراساس معلومه ده چې د ماشومانو اعصاب او دماغ له خپل وخت څخه مخکې زړیدل یوه منفي چاره او وده ده.

محققانو وویل مونږ احساس کړه چې له ساري ناروغۍ وروسته  په تشخیص شویو زلمیو کښې د اعصابو زیات مسائیل لکه په کارټیکل غټوالي کښې کمی ، هیپوکیمپل او په امیګډالا کښې زیاتوالی راغلی و .

سي این این ټیلي ويژن هم ویلي دي چې د نوي تحقیق مشهور لیکوال ایان ګوتلیب وویل تحقیقاتي ډلې د اضطراب ، د ژور خپګان او د انسان د بدن د داخلي مسائیلو د حل کولو  لپاره د هڅې هیله کړي وه.

د اسټینفورډ پوهنتون اروا پيژاند پروفیسر ګوټلیب وویل ساري ناروغۍ د زلمیو او د ماشومانو د ذهني روغتیا لپاره مهربانه نه وه یعني تاواني وه.