د امریکا نیمايي خلکو له ډیرو مشکلاتو سره مخ دي
Dec 07, 2022 02:31 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د یوې نوي نظر سنجې پایلې وايي د امریکا څه د پاسه نیم خلک د انفلاسیون له کبله له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.
د پیټرولو د بیو ډیر زیاتیدل ، د کورونو د کرایو ډیریدل او د خوراکي شیانو په شمول د اساسي شیانو د بیو زیاتیدل په تیرو یوڅلویښتو کلونو کښې په امریکا کښې د انفلاسیون د زیاتیدا سبب شوي دي.
د امریکا د خلکو لپاره د شیانو د بیو اټکل سخت شوی دی په دې ډول چې تر راتلونکو دریو ورځو لپاره د شیانو د بیو اټکل نشي کیدلای.
د ګالوپ موسسې د نظر سنجې د پایلو پراساس چې پرون خپرې شوې د امریکا پینځه پنځوس فیصده خلک له اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي او ولس د انفلاسیون له کبله له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې دغه شمیر له تیر کال راهسې پینځه څلویښت فیصدو ته رسیدلی دی.
ټیګونه