د اکراین جګړه په له اوږدې مودې لپاره دوام وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124594-د_اکراین_جګړه_په_له_اوږدې_مودې_لپاره_دوام_وکړي
:د روسیې ولسمشر اعلان وکړ چي په اکراین کې د دې هیواد فوځي عملیات، له هغې نه چي تمه کېده، د زیاتې مودې لپاره به دوام ومومي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2022 12:41 Asia/Kabul
  • د اکراین جګړه په له اوږدې مودې لپاره دوام وکړي

:د روسیې ولسمشر اعلان وکړ چي په اکراین کې د دې هیواد فوځي عملیات، له هغې نه چي تمه کېده، د زیاتې مودې لپاره به دوام ومومي

پوټین د روسیې د بشري حقونو شورا په کلنۍ غونډه کې د اکراین د جګړې په اوږدېدو اعتراف وکړ او د اکراین د خاورې له نیول کېدو په هرکلی سره، وویل: د روسیې ایټمې وسلې د جنګ د پراخېدو مخنیوی کوي.

هغه د اکراین د ځینو سیمو نیولو ته په اشارې سره، وویل: اوسمهال د آزوف سمندر د روسیې په داخلي اوبو بدل شوی دی.

پوټین زیاته کړې، که پر دوی برید وشي، نو خپلې پراخې ویجاړونکې او اټومي وسلې به وکاروي.

د روسیې ولسمشر تر دې مخکې ویلي وه چي مسکو د خپل ملي امنیت او د ګټو د خوندیتوب په لړ کې د اکراین د ځینو سیمو د لاندې کولو په شمول، له هر ډول اوزار څخه کار اخلي.

په اکراین کې د امریکایانو په مرسته د لوېدیځ پال حکومت په راتلو او ناټو ته د پیوستون لپاره تر غوښتنې وروسته، روسیې په دغه هیواد برید وکړ څو خپلو سرحدونو ته نژدې د ناټو د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مخنیوی وکړي.

پوټین په داسي حال کې د ایټمې وسلو د کارولو ګواښ کړئ چې د تېرې سه شنبې په ورځ اکراین د روسیې پر دوه مهمو مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.