خونړي برید ټول خېرسون ښار له برېښنا بې برخې کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124944-خونړي_برید_ټول_خېرسون_ښار_له_برېښنا_بې_برخې_کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د چارشنبې پر ورځ د اوکراین د خیرسون ښار د ځايي ادارې پر ودانۍ ګوزارونه شوي او پر پنجشنبه هم بریدونو دوام درلود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2022 02:43 Asia/Kabul
  • خونړي برید ټول خېرسون ښار له برېښنا بې برخې کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د چارشنبې پر ورځ د اوکراین د خیرسون ښار د ځايي ادارې پر ودانۍ ګوزارونه شوي او پر پنجشنبه هم بریدونو دوام درلود.

اوکراییني چارواکي وايي، د دې هېواد پر خېرسون ښار چې تېره میاشت دوی له روسیانو بېرته ونیو د روسي ځواکونو توغندیزو ګوزارونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

د سیمې والي وايي، دې ښار په ساحلي سیمه کې پر تاسیساتو د روسي توپخانې درنو ګوزارونو له کبله ټول ښار په تیاره کې ډوب شوی.

 په تېره فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته له خېرسون ښاره د روسي پوځيانو وتل د مسکو لپاره یو خورا مهم شاتګ بلل کېږي.

د یادونې ده، چې څو اونۍ کېږي، روسي ځواکونه د اوکراییني ښارونو پر مهمو تاسیساتو پرلپسې بریدونه کوي.

له همدې کبله په داسې حال کې چې اوکرایین کې د ژمي خورا سوړ موسم رسېدلی، میلیونونه اوکرایینیان له برېښنا او کورونو تودولو له نظامه بې برخې پاتې دي.

د ځايي چارواکو په وینا په تازه بریدونو کې د توپو او توغندیو مرمۍ د ځايي ادارې له ودانۍ نژدې ۱۰۰ متره شاوخوا ساحه کې لګېدلې دي.

 د یادونې ده، چې له دې بریدونو یوه ورځ مخکې د ځايي ادارې ودانۍ ته په همداسې یوه برید کې سخت زیان اوښتی.

د اوکراییني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د پرون  ورځې برید کې یو ۳۲ کلن روغتیا پال او یو ۷۰ کلن سړی هغه مهال ووژل شول، چې د طبي مرستو پر یوه مرکز ګولې ولګیدلې.

د روسیې له لوري ګومارل شوی چارواکی الیکسي کولیمزین وايي، پر دونیڅک ګهیځ اووه بجې توغندیز برید شوی.

بل لور د اوکرایین دویم لوی ښار خارکیېف کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

 ښاروال ایګور تیریخوف وايي، د خدماتو پر اډانې ګوزارونه شوي او له ځايي خلکو یې غوښتي چې که امکان ولري، په پناه ځایونو کې دې پاتې شي.

د روسیې له لوري ګومارل شوی ځايي چارواکی الیکسي کولیمزین وايي، ۴۰ راکټونه پر سیمه توغول شوي چې له کبله یې یو کس وژل شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمشنر ولکر تورک وايي، د روسیې بریدونو له کبله اوکرایینیان ''له خورا سخت کړاو '' سره مخامخېږي.

 د نوموړي په وینا دغه ډول نور بریدونو د نورو خلکو بې ځایه کېدو په ګډون د جدي ننګونو لامل کېدای شي.