خونړي برید ټول خېرسون ښار له برېښنا بې برخې کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د چارشنبې پر ورځ د اوکراین د خیرسون ښار د ځايي ادارې پر ودانۍ ګوزارونه شوي او پر پنجشنبه هم بریدونو دوام درلود.
اوکراییني چارواکي وايي، د دې هېواد پر خېرسون ښار چې تېره میاشت دوی له روسیانو بېرته ونیو د روسي ځواکونو توغندیزو ګوزارونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
د سیمې والي وايي، دې ښار په ساحلي سیمه کې پر تاسیساتو د روسي توپخانې درنو ګوزارونو له کبله ټول ښار په تیاره کې ډوب شوی.
په تېره فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته له خېرسون ښاره د روسي پوځيانو وتل د مسکو لپاره یو خورا مهم شاتګ بلل کېږي.
د یادونې ده، چې څو اونۍ کېږي، روسي ځواکونه د اوکراییني ښارونو پر مهمو تاسیساتو پرلپسې بریدونه کوي.
له همدې کبله په داسې حال کې چې اوکرایین کې د ژمي خورا سوړ موسم رسېدلی، میلیونونه اوکرایینیان له برېښنا او کورونو تودولو له نظامه بې برخې پاتې دي.
د ځايي چارواکو په وینا په تازه بریدونو کې د توپو او توغندیو مرمۍ د ځايي ادارې له ودانۍ نژدې ۱۰۰ متره شاوخوا ساحه کې لګېدلې دي.
د یادونې ده، چې له دې بریدونو یوه ورځ مخکې د ځايي ادارې ودانۍ ته په همداسې یوه برید کې سخت زیان اوښتی.
د اوکراییني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د پرون ورځې برید کې یو ۳۲ کلن روغتیا پال او یو ۷۰ کلن سړی هغه مهال ووژل شول، چې د طبي مرستو پر یوه مرکز ګولې ولګیدلې.
د روسیې له لوري ګومارل شوی چارواکی الیکسي کولیمزین وايي، پر دونیڅک ګهیځ اووه بجې توغندیز برید شوی.
بل لور د اوکرایین دویم لوی ښار خارکیېف کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
ښاروال ایګور تیریخوف وايي، د خدماتو پر اډانې ګوزارونه شوي او له ځايي خلکو یې غوښتي چې که امکان ولري، په پناه ځایونو کې دې پاتې شي.
د روسیې له لوري ګومارل شوی ځايي چارواکی الیکسي کولیمزین وايي، ۴۰ راکټونه پر سیمه توغول شوي چې له کبله یې یو کس وژل شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمشنر ولکر تورک وايي، د روسیې بریدونو له کبله اوکرایینیان ''له خورا سخت کړاو '' سره مخامخېږي.
د نوموړي په وینا دغه ډول نور بریدونو د نورو خلکو بې ځایه کېدو په ګډون د جدي ننګونو لامل کېدای شي.