د ناټو د سیاستونو په ضد د فرانسویانو پراخې مظاهرې
دغه پراخې مظاهرې چې د مارین لوپن دملی غورځنګ دپخواني مرستیال فلوریّن فیلیپټ په مشرۍ د وطن پال( Les Patriotes )زوړپال ګوند په وسیله منظمې شوې وې ،له ناټو او اروپائي ا تحادئې ېئ د فرانسې د وتلو غوښته وکړه.
په مختلفو اروپائی هیوادونو کې د اقتصادي بحران په پراختیا سره ، ددغو هیوادونو ډیری ښارونه او ښارګي د اوکراین په جنګ کې په اروپائي سیاستونو سخت اعتراضونه کوي. د انرژۍ بحران او رارسیدونکي ژمي له امله راپورته شوي اندیښنې،د لګښتونو او مالیاتو زیاتیدا،او په وړاندې نامعلوم لرلید سبب شوی څو د مختلفو اروپائی هیوادونو ښاریز د اعتراضیه غونډو اولاریونونو په جوړولو سره په جنګ کې د اوکراین د ملاتړ دختمولو غوښته وکړي.
په دې لړ کې یکشنبې ورځې د فرانسې دپلازمینې پاریس واټونه ، داوکرانین او په ناټو کې د دغه هیواد غړیتوب په وړاندې د حکومت په سیاستونو په اعتراض کې دسترو ولسی مظاهروت کتونکي وو.
دغه پراخې مظاهرې چې د مارین لوپن دملی غورځنګ دپخواني مرستیال فلوریّن فیلیپټ په مشرۍ د وطن پال( Les Patriotes )زوړپال ګوند په وسیله منظمې شوې وې ،له ناټو او اروپائي ا تحادئې ېئ د فرانسې د وتلو غوښته وکړه.
په زیاترو اروپائي هیوادونو کې په تیرو میاشتو کې اقتصادي او ټولنیز شرائط مخ په خرابیدا دي او دغه بهیر هماغه راز دوام لري. په حقیقت کې د اروپائي هیوادونو لاسوهونکي سیاستونه او د اوکراین جنګ په واریدیداکې د واشنګټن له غوښتو د دوي تبیَعت،د اروپائي هیوادونو لپاره اوسني شرائط ډير سخت کړي دي او دوي اوس په دغو ه یوادونو کې د افراط پالو او ښي پالو ګوندونو له ودې، اقتصادي مشکلاتو او اجتماعي اعتراضونو سره مخ شوي دي . په دې لړ کې د جرمني اوفرانسې دوواروپائي هیوادونو چې تل ئې پیاوړی اقتصادد رلودلی دی او په مختلفو مسئلو کې د اروپائي اتحادئې پر فیصلو هم اغیزشیندونکي دي ، په ځانګړو شرائطو سره مخ شوي.
که څه هم فرانسه، په وروستیو کلونو کې په دغه هیواد کې د پانګوال نظام په ضد او آمانوئل ماکرون دحکومت دسیاستونو په خلاف، د زیّړو جیکټونو په نامې سره له اعتراضیه غورځنګ سره مخامخ دی،خو په وروستیو میاشتو کې د انرژۍد بیّو ، دخوراکي موادو د بیّو په زیاتولو پسې شوی او دغه راز د انفلیشن، بیروزګارۍ د زیاتیدا او د اقتصادي ودې په کمیداپسې، فرانسویان هم د حکومت په سیاستونو باندې لازیات په نیوکه کونکو بدل شوي دي.
دډيرو فرانسویانو له نظره ،د اوکراین په جنګ کې د فرانسې ګډون او له اوکراین څځه دپوځي او مالی ملاتړونو لپاره دسترو بودجو بیلول همداراز په ناټو کې ګډون او ددغه هیواد د ښاریزو له جیبه له هغو سره د اړونده لګښتونو ورکول، د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون له خوا یو تیروتی سیاست شمیرل کیږي.
دفرانسې په پارلیمان کې د ملی تجمع په نامې سره د لوري مشر ماریّن لوپن اوکراین ته ددغه هیواد د هغو پوځي مرستو ددریدا غوښته کړې چې د فرانسې د وسلوالو سلاکوټونو د کمزوریکیدا سبب کیږي.هغه دغه راز ووئیل، له اوکراین سره مرستې باید د فرانسې د ملت دامنیت په تاوان تمامې نشي.د هغو درندو وسلو او تجهیزاتو ورکول چې د فرانسې پوځ ورته اړتیا لري، د فرانسې دملی امنیت د کمزوری کولو په معنا دي .
په حقیقت کې اروپائي هیوادونه اوس په داسې شرائطو کې له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي ، چې ا روپائي ښاریز له ډيرو زیاتو اقتصادي او مالی ترینګلتیاؤ سره لاس او ګریوان دي او په حقیقت کې ددغه سیاست دوام دډ يموکراسۍ دټينګولو او د ښاریزو حقوقو او دخلکو حقوقو ته د احترام په څير د هغو شعارونو او ادعاګانوپه اپوټه دي چې دوي ئې له کلونو کلونو راهسې کوي.
له بل پلوه اوکراین ته دپوځي تجهیزاتو لیږدول،په دغې مقولې کې د امریکا له جنګ غواړي سیاسته د دوي د اړوندوالی او د جنګ په رټَلو کې د اروپائيانو د ادعاګانو د چټيتوب ښودنه کوي.
د فرانسې دریل ګاډو د چارود ادارې کارکونکو ،ډاکټرانو ،وکیلانو او نورو کارګرانو اعلان کړی دی، چې خپلو اعتراضیه مظاهرو ته به دوام ورکړي. او دغه راز د کارګرانو ټولنو هم په زغرده وئيلي دي ، چې د ۲۰۲۳کال د جنورۍ له لومړیو به د حکومت له خوا د دوي د غوښتو دنه پوره کیدا په بڼه کې نوي اعتراضونه او مظاهرې ترسره کړي.