د امریکا میرمنې خپله لور په کوم ډول ویروله؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125326-د_امریکا_میرمنې_خپله_لور_په_کوم_ډول_ویروله
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه میرمن په اینټرنیټ باندې د خپلې لور او د هغې د ملګري د تنګولو په وجه ونیول شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2022 10:50 Asia/Kabul
  • د امریکا میرمنې خپله لور په کوم ډول ویروله؟

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه میرمن په اینټرنیټ باندې د خپلې لور او د هغې د ملګري د تنګولو په وجه ونیول شوه.

د امریکا د میشي ګان ایالت وسیدونکي ښځې کینډرا ګیل لیکاري خپله لور او د هغې ملګری تر یوه کال پورې په اینټرنیټ باندې بیوقوف جوړ کړي وو او هغوې به یې ویرول.

په  اینټرنیټ باندې د خلکو ویرول د دغه رسنۍ یو تر ټولو ستر مشکل ګڼل کیږي خو د اینټرنیټ په هکله په عمومي ډول دغه خبره مشهوره ده چې ځوانان او زلمي اکثره همځولي او هم عمره کسان ښکیلوي چې ډیرې ناوړه پایلې هم لري.

خو اوس د لومړي ځل لپاره په اینټرنیټ باندې د ویرولو یوه په زړه پورې پیښه راښکاره شوي ده چیرې چې د امریکا یوې میرمنې خپله لور چې د باسکټ بال ټیم کوچ او مشره ویروله.

د رسنیو د راپور پراساس د امریکا دغه میرمنې له خپلې لور او د هغه له ملګري څخه د خپلې پیژندګلوۍ په پټ ساتلو سره هغوې ته هره ورځ دولس پیغامونه استول او هغوې به یې ویرول.

د امریکا د دغه میرمنې لور له دغه کار څخه په پوزې ته راتلو سره خپلې مور ته شکایت وکړ او مور یې بیا دغه شکایت اړونده چارواکو ته ورسوه او تور یې د انجلۍ په دوستانو باندې ولګاوه.

د امریکا د دغه میرمنې لخوا د دغه شکایت په ثبتیدا سره چارواکو له تیر میلادي کال دسمبر میاشتې څخه پلټنې پیل کړې او ښځې او د هلک مور د هغه کس چې دغه دوه کسان یې ویرول د لټولو کار پیل کړ.

پلټونکو ته وروسته دغه خبره معلومه شوه چې د انجلۍ مور خپلې لور او د هغه دوست ته پیغامونه استول او دغه میرمنې له تیر میلادي  کال راهسې خپله لور ویروله.

دغه میرمنې لومړی خپل ځان پټوه خو کله چې د امریکا د فیډرال پولیسو ایف بي ايي د انفارمیشن ټیکنالوژۍ  پلټونکو په پلټنې کښې برخه واخیسته نو هغوې د امریکا د دغه میرمنې ټول کارونه معلوم کړل.

د امریکا په دغه میرمنې باندې پینځه تورونه لګیدلي دي چې پکښې په اینټرنیټ باندې د دوو کم عمره کسانو تعقیبول، د کامپیوتر غلط استعمالولو په وخت جرم ترسره کول او بله د انصاف په لاره ش:ې د خنډ رامینځته کول وو.