فرانسه سوله ییز مظاهرې په سخته ځپي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر کاظم غریب ابادي وویل د فرانسې حکومت په تاوتریخوالي سره د مخالفانو غږونه ځپي.
یوه(۱) نهه شپیته کلن وسله وال کس په تیرې جمعې ورځ د پاریس ښار په مرکز کښې د کردانو یوه کلتوري مرکز ته نږدې درې کردان ووژل او یوبل یې ژوبل کړ.
دغه جنایت د فرانسې د کرد ټولنې غصه راوپاروله او اعتراض کونکو کردانو په تیرې شنبې ورځ په پاریس کښې پراخې مظاهرې وکړې.
دغه مظاهرې د اعتراض کونکو او د امنیتي ځواکونو ترمینځ د نښتې سبب شوې او پولیسو د خلکو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن ګازونه وشیندل.
د پاریس د پولیسو مشر هم په فرانسې کښې د هستوګنه کردانو د شنبې ورځ د اعتراضونو او ناکراریو په بهیر کښې د یولس کسانو د نیول کیدا او د څه د پاسه دیرشو پولیسو د سخت ژوبلیدا خبر ورکړ.
په همدې لړ کښې د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر کاظم غریب ابادي وویل په فرانسې کښې په سوله ییز ډول د مظاهره کونکو کسانو په سخته ځپل بشري حقوقو ته د پاریس د پام د نه کولو اندازه ثابتوي.
هغه وویل د فرانسې حکومت په تاوتریخوالي سره د مخالفانو غږونه ځپي او د بشري حقوقو په هکله دوه ګوڼه معیارونو نوي څرخه پیدا کړي ده یعني څه؟»