د اسلامي ایران سیاست حکیمانه دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي د ایران د اسلامي جمهوریت سیاست حکیمانه او مثبت وباله او ویې ویل چې مسقط ټول هیوادونه خبرو ته هڅوي.
هغه پرون په مسقط کښې له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل مونږ باوري یوو چې په اټومي موافقې کښې د اختلاف وړ مسائیلو په هکله د توافق او د خبرو اترو او د ارتباط په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د اوسني سیاست دوام یو حکیمانه او مثبت سیاست دی او مونږ ټول هیوادونه په دغه سیاست سره خبرو ته هڅوو کوم چې په سیمه کښې د سولې او د امنیت د اصولو د رامینځته کولو په لړ کښې د ټولو هیوادونو د ګټو په خدمت کښې دی او د سیمې د ملتونو لپاره هم یوشمیر ګټې لري او هغه د ښه ګاونډیتوب د سیاست پراساس دی او مونږ د رغنده خبرو اترو له لارې دا ډول موافقې ته د رسیدا غوښتونکي یوو.
د عمان خارجه وزیر له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو د جرم د ګڼلو په هکله د عمان د پارلمان د اقدام په هکله وویل دغه چاره د عمان د ملت د احساساتو او دغه راز د سیمې د نورو هیوادونو د احساساتو بیانونکي ده چې هدف یې د عربو د سولې د عمل د نوښت د اصل او د موجودو نړیوالو اصولو پراساس د فلسطین د مسلې په پراخ بنسټه ډول او عادلانه ډول حل کول دي.