د فوټبال د نړۍ  اتل  برازیلی لوبغاړی پېلې مړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125496-د_فوټبال_د_نړۍ_اتل_برازیلی_لوبغاړی_پېلې_مړ_شو
دغه اتل ځکه په پېلې مشهوره شو چې د بیله په نوم د یوه ګول ساتونکي نامه ئې په تېروتنې سره پېلې اخیستی و،البته د هغه خپله اصلي نامه اډیسن ارانتیس ډی نسیمینټو وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2022 08:02 Asia/Kabul
  • د فوټبال د نړۍ  اتل  برازیلی لوبغاړی پېلې مړ شو

دغه اتل ځکه په پېلې مشهوره شو چې د بیله په نوم د یوه ګول ساتونکي نامه ئې په تېروتنې سره پېلې اخیستی و،البته د هغه خپله اصلي نامه اډیسن ارانتیس ډی نسیمینټو وه.

زمونږخبریال راپور راکړ،د فوټبال د نړۍ  دغه افسانوي لوبغاړی، چې په تېره پېړۍ کې ئې درې نړیوال جامونه ګټلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د کولمو  سرطان  ناروغي درلوده.

نوموړي په ۱۵ کلنۍ کې له یوه کلب څخه د فوټبال لوبه پیل کړې وه او بیا ئې د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه له سینټوس کلب سره  لوبه وکړه.

 د برازیل دغه په زړه پورې لوبغاړی پېلي د فوټبال په ۲۱ کلني سفر کې ۹۲ ځلې هیټریک (یعنی په یوه لوبه کې درې ګولونه) کړي وو چې تر اوسه نړیوال ریکارډ دی.

د فوټبال نړیوال فډریشن په ۲۰۰۰کال کې پېلي د ۲۱ پېړۍ تر ټولو ستر لوبغاړی اعلان کړی و.

پیلې چې د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام له پیل سره سم په روغتون کې بستري شوی و، خپلو خپلوانو او مینه والو ته  په یوه پیغام کې ویلي وو،؛زما د وضعیت په اړه اندېښمن مه اوسئ او له نړیوال جام څخه خوند واخلئ."

د برازیل فوټبال افسانوي لوبغاړي په دوو لسیزو کې په ۶۵۰ لوبو کې ۱۲۸۱ ګولونه  کړی وو چې نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ او نامه د ګېنز د ریکارډونو په کتاب کې ثبت شو.

هغه ځکه په پېلې مشهوره شو چې د بیله په نوم د یوه ګول ساتونکي نامه ئې   په تېروتنې سره پېلې اخیستی و، البته د هغه خپله اصلي نامه اډیسن ارانتیس ډی نسیمینټو وه.

 یاد او خاطره ئې تل ژوندئ

Image Caption