روسیې او اوکراین بندیان تبادله کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125572-روسیې_او_اوکراین_بندیان_تبادله_کړي_دي
فارس خبري اژانس وايي روسیې او اوکراین د نوي میلادي کال په درشل کښې څه د پاسه دوه سوه پوځي بندیان خوشي کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2023 02:16 Asia/Kabul
  • روسیې او اوکراین بندیان تبادله کړي دي

فارس خبري اژانس وايي روسیې او اوکراین د نوي میلادي کال په درشل کښې څه د پاسه دوه سوه پوځي بندیان خوشي کړل.

دا په تیرو لسو میاشتو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د بندیانو نوي تبادله ده.

د روسیې دفاع وزارت وویل چې اوکراین د ماسکو دوه اتیا پوځيان خوشي کړي دي.

د اوکراین یوه لوړرتبه پوځي چارواکي اندرې یرماک هم وویل روسیې د اوکراین یوسل څلویښت پوځیان کي یف ته سپارلي دي.

یرماک وویل په دغو یوسل څلویښتو پوځيانو کښې چې یوسل دوه دیرش یې سړي او اته یې ښځې دي ځینې کسان ژوبل دي کوم چې د ماریوپول بندري ښار د دفاع لپاره جنګیدل.

د روسیې او د اوکراین ترمینځ د پراخو ډيپلوماټیکو خبرو اترو په کامل ډول له ماتي سره سره دواړو هیوادونو د بندیانو د مبادلې په څو پړاونو کښې په سلګونو بندیان مبادله کړي دي.