د ترکیې خارجه وزیر له سوريي همڅنګ سره کتنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125574-د_ترکیې_خارجه_وزیر_له_سوريي_همڅنګ_سره_کتنه_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو ادعا وکړه چې د روسیې له خارجه وزیر سرګي لاوروف سره مو په تماس کښې فیصله کړي ده چې د سوریې او د ترکیې د چارواکو ترمنځ یوه غونډه جوړه کړو کومه به چې احتمالا د جنورۍ د میاشتې په نیمايي کښې ترسره شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2023 02:27 Asia/Kabul
  • د ترکیې خارجه وزیر  له سوريي  همڅنګ سره کتنه کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو ادعا وکړه چې د روسیې له خارجه وزیر سرګي لاوروف سره مو په تماس کښې فیصله کړي ده چې د سوریې او د ترکیې د چارواکو ترمنځ یوه غونډه جوړه کړو کومه به چې احتمالا د جنورۍ د میاشتې په نیمايي کښې ترسره شي.

د روسیې دفاع وزارت په تیرې چهارشنبې ورځې په یوې بیانیې کښې ویلي وو چې د سوریې او د ترکیې دفاع وزیرانو له یولس کلونو وروسته په ماسکو کښې له یوبل سره کتنه کړي ده.

د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار د سوریې له دفاع  وزیر سره د چهارشنبې ورځې له کتنې وروسته وویل  د شرایطو د برابریدا په بڼه کښې ممکنه ده چې د سوریې او د ترکیې ولسمشران له یوبل سره کتنه او خبرې وکړي.

د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو پرون په برازیل کښې په یوه خبري کانفرنس کښې ادعا وکړه د سوریې له خارجه وزیر سره به  دوه اړخیزه کتنه احتمالا د جنورۍ د میاشتې په نیمايي کښې وشي.

هغه وویل د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف د ترکیې د سوریې او د روسیې ترمینځ د درې اړخیزه غونډې د ترسره کیدا غوښتنه کړي ده.

د ویلوده چې ترکیه له سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، صهیونسټ رژیم، اردن ، امریکا ، بریتانیا ، فرانسې ، جرمني او نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په سوریې او عراق کښې د ترهګرو ډلو ستره ملاتړي ده.