د ایران عربستان او ترکیې همڅنګو، د سیمې حالات سره وارزول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177746-د_ایران_عربستان_او_ترکیې_همڅنګو_د_سیمې_حالات_سره_وارزول
پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر د عربستان او ترکیې له خارجه وزیرانو سره په جلاجلا ټيلیفوني تماس کې  د سیمې د حالاتو او دغه راز د نړیوالو بدلونونو په باب خبرې او مشورې وکړې.
(last modified 2026-09-06T08:47:00+00:00 )
Sep 06, 2026 13:09 Asia/Kabul
  • د ایران عربستان  او ترکیې همڅنګو، د سیمې حالات سره وارزول

پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر د عربستان او ترکیې له خارجه وزیرانو سره په جلاجلا ټيلیفوني تماس کې  د سیمې د حالاتو او دغه راز د نړیوالو بدلونونو په باب خبرې او مشورې وکړې.

 پارس ټوډې د مهر خبری آژانس له قوله راپور ورکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي  بیګا ناوخته په جلاجلا توګه د  عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان او د ترکیې له خارجه وزیر  هاکان فیډان سره  د دوو اړخیزړو  اړیکو او د سیمه ایزو بدلونونو  او دغه راز  په سیمې کې د سولې اوثبات د ټينګیدا او د امریکا د تیریګرو اقداماتو  له امله د  هرمز تنګي  په سټراټژيکې اوبلارې د تپلي ناامنئ د ختمولو  په باب  مشورې او د نظر تبادلې وکړې.

په دغو تماسونو کې  د سیمې د  سولې او  ثبات او دغه راز د امنیت په اړه د  لورو  د نظرونو پر یووالی او دغه راز د روغې جوړې لپاره د ډيپلوماټيکو هڅو پر دوام  ټينګار کړی دی.