اوکراین د روسیې د ګڼ شمیر پوځيانو د وژلو ادعا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125610-اوکراین_د_روسیې_د_ګڼ_شمیر_پوځيانو_د_وژلو_ادعا_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین دفاع وزارت په یوې عجیبه ادعا کښې وویل په تیرو دوو ورځو کښې د جنګ په میدان کښې د روسیې یوزر او څلور سوه اویا(۱۴۷۰) پوځيان وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2023 08:25 Asia/Kabul
  • اوکراین د روسیې د ګڼ شمیر پوځيانو د وژلو ادعا وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین دفاع وزارت په یوې عجیبه ادعا کښې وویل په تیرو دوو ورځو کښې د جنګ په میدان کښې د روسیې یوزر او څلور سوه اویا(۱۴۷۰) پوځيان وژل شوي دي.

د اوکراین دفاع وزارت پرون وویل چې د روسیې اوه سوه شپیته پوځيان په تیرې شنبې ورځ ووژل شول چې هره ورځ له اوسطا شمیر( کابو شپږسوه) څخه ډیر زیات دی.

دغه راز د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي بیګا په یوې وینا کښې ادعا وکړه اوکراین د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ د روسیې پینځه څلویښت بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

د اوکراین دفاعي چارواکو هم وویل چې روسیې د جنګ په درې سوه دولسمه(۳۱۲) ورځ نهه زغرګاډي ، او دیارلس پوځي ګاډي او ټانکونه له لاسه ورکړي دي.

په تیرو اتو څلویښتو ساعتونو کښې د روسیې د عسکرو د وژلې په هکله د اوکراین دغه عجیبه ادعا په داسې حال کښې ده چې د روسیې د دفاع وزارت ویاند جنرال ایګور کوناشنکوف پرون وویل د ماسکو وسله والو ځواکونو په دونتسک خلق جمهوریت او زاپورژیا سیمه کښې شپږ ورانکارې ډلې له مینځ وړي دي.

هغه وویل دغه اقدام په نږدې راتلونکي کښې د روسیې پرضد د ترهګرو حملو د ترسره کولو لپاره د کي یف پروګرامونه شنډ کړل.

امریکا، انګلستان، فرانسه ، جرمني او نور اروپايي هیوادونو اوس هم اوکراین ته وسلې ، تجهیزات او ټروریسټان استوي چې دغه جنګ نور پسې زیات کړي او دوې خپلو هدفونو ته ورسیږي.