روسیې د امریکا د نفوذ په بیا احیا اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125616-روسیې_د_امریکا_د_نفوذ_په_بیا_احیا_اندیښنه_وښودله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په افغانستان کښې د امریکا د نفوذ په احیا اندیښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2023 09:25 Asia/Kabul
  • روسیې د امریکا د نفوذ په بیا احیا اندیښنه وښودله

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په افغانستان کښې د امریکا د نفوذ په احیا اندیښنه څرګنده کړه.

هغه وویل روسیه د افغانستان په اوسني حالت باندې د بیا نفوذ د اعمالو او د کنټرول د وس د ترلاسه کولو لپاره د امریکا په هڅو اندیښمنه ده.

د روسیې دغه سیاسي چارواکي په افغانستان کښې د امریکا له بیا نفوذ وروسته په ګاونډیو هیوادونو کښې د واشنګټن د پوځي تاسیساتو د رامینځته کیدا په احتمال اندیښنه وښودله.

د بشري حقوقو  څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ څو ورځې مخکې ویلي وو دوې داسې سندونه ترلاسه کړي دي چې ښودنه کوي د امریکا ترهګرو ځواکونو په افغانستان کښې په شل کاله شتون او د دغه هیواد په نیواک سره ډیر جنګي جنایتونه کړي دي.

امریکا په دوه زره اتلسم او دوه زره نولسم میلادي کلونو کښې د افغانستان ملکي وګړي وژلي وو چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.