امریکا د ترهګرۍ ستره ملاتړي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا سن(Sun) ورځپاڼې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني او د عراق د ولسي بسیج ځواک د نائب رئیس ابو مهدي المهندس ټرور د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله.
دغه ورځپاڼې په یوې مقالې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د امریکا حکومت تل د ترهګرۍ ملاتړی دی د قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس د ټرور کولو هدف په نړۍ باندې د امریکا د سلطې د ختمیدا ځنډول وباله.
د بریتانیا سن ورځپاڼې په دغه مقالې کښې وویل د امریکا حکومت که هغه د ډیموکراټ ګوند وي او که د ريپبلیکن ګوند وي تل په خپلو خارجي سیاستونو کښې د ترهګرۍ ملاتړ کړی دي.
دغه ورځپاڼې ولیکل د بغداد د هوايي ډګر جنایت د سولې د له مینځه وړلو او د امریکا د ګټو د بیرته لاسه راوړلو لپاره د ترهګرۍ د پیاوړي کولو په معنا و.