امریکا د ایران پرضد نور بندیزونه ولګول
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا خزانې وزارت پرون په چټي پلمه دایران په څو حقوقي او حقیقي کسانو بایکاټونه ولګول.
له تیرو څو لسیزو راهسې اقتصادي بایکاټونه په نړیوال ډګر کښې د خپلواکه هیوادونو تر دباو لاندې د راوستلو لپاره د زور ویونکو هیوادونو لخوا په یوه اوزار بدل شوي دي.
د نولس سوه نویمې میلادي لسیزې له پیل راهسې امریکا، اروپايي اتحادیې او نورو پراختیايي اقتصادونو په سلګونو ځله د نورو هیوادونو په تیره بیا د ایران پرضد اقتصادي بایکاټونه لګولي دي.
د امریکا خزانې وزارت پرون په یوې بیانیې کښې وویل د قدس هوايي صنایعو ته اړونده شپږ کسان چې د ایران د بې پایلوټه الوتکو د جوړونکو شرکت برخه دي د بایکاټونو په فهرست کښې شامل کړي دي.
امریکا ادعا وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د دغه شرکت جوړې بې پایلوټه الوتکې روسیې ته د اوکراین په جنګ کښې د استعمال لپاره ورکړي دي داسې ادعا چې هیڅکله ثابته شوي نه ده.
د امریکا خزانې وزارت د ایران د هوا فضا د صنایعو د موسسې چې د ایران د بلاسټیک توغندیو په پروګرامونو باندې د څارنې په دندې سره مهمه اداره ده مدیر هم د بایکاټونو په فهرست کښې شامل کړ.
د امریکا د خزانې وزیر ژانټ یلن وویل واشنګټن به سمدستي د ایران د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو د ملاتړو موسسو او د کسانو پرضد اقدام ترسره کړي.
د ایران اسلامي جمهوریت له دې مخکې هم په ځلونو د اوکراین په جنګ کښې د استفادې لپاره روسیې ته د ایران د جوړو بې پایلوټه الوتکو د استولو په هکله د اوکراین او د لویدیځو هیوادونو ادعاګانې دروغ بللي وې.