روسیه به اوکراین کښې پوځي هدفونه ترلاسه کړي
تاس خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې د ولسمشر د دفتر مرستیال سرګي کرینکو وویل ماسکو به په هرو شرایطو کښې په اوکراین کښې خپلو پوځي هدفونو ته ورسیږي.
هغه له خبریالانو سره په مرکه کښې په اوکراین کښې خپلو پوځي هدفونو ته د روسیې په رسیدا باندې ټینګار او د اوکراین لخوا د کریسمیس په مناسبت د ماسکو د وړاندیز شوي اوربند په خلاف ورزۍ باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل اوکراین د اوربند په وخت کښې په سواستوپل ، خرسون او زاپوروژیا سیمو باندې د بې پایلوټه الوتکو د حملو په شمول لسمونکي اقدامات ترسره کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت هم وویل د ارتوډکس کریسمیس په مناسبت د موقته اوربند په وخت کښې چې د ماسکو لخوا ټینګ شوی و د اوکراین ځواکونو د روسیې په مرکزونو او ښارګونو باندې حملو ته دوام ورکړ.
د رسیې دفاع وزارت په یوې خبر پاڼه کښې وویل د ماسکو پوځیانو په دونتسک سیمه کښې په کراماتورسک ښار کښې د اوکراین د عسکرو د موقته دیره کیدا په مرکز باندې په پوځي عملیاتو کښې د اوکراین څه د پاسه شپږ سوه عسکر وژلي دي.
امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني او نور اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ د زیاتولو کوشش کوي او دغه هیوادونه اوکراین ته ډول ډول سپکې او درنې وسلې ، تجهیزات او مهمات او ترهګر استوي.