امریکا د فرضي دښمانانو له جوړولو لاس واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126230-امریکا_د_فرضي_دښمانانو_له_جوړولو_لاس_واخلي
زمونږ خبریال راپور راکړی چین په امریکا غږ وکړ چې د سړې جګړې د ذهنیت په پریښودلو سره د خیالي دښمانانو له رامینځته کولو لاس واخلي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 15, 2023 10:44 Asia/Kabul
  • امریکا د فرضي دښمانانو له جوړولو لاس واخلي

زمونږ خبریال راپور راکړی چین په امریکا غږ وکړ چې د سړې جګړې د ذهنیت په پریښودلو سره د خیالي دښمانانو له رامینځته کولو لاس واخلي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «وانګ ونبین» د امریکا او د جاپان د دفاع او خارجه وزیرانو ترمینځ د دفاعي تړون لاسلیک کیدا ته په  غبرګون کښې چې پکښې چین په اسیا او اوقیانوسیې سیمه کښې تر ټولو ستر سټراټيژیک چیلنج معرفي شوی دی وویل د ټوکیو او د واشنګټن ګډه بیانیه د ساړه جنګ له ذهنیت او په چین باندې د بې اساسه حملو او د ایډیالوژیکو اړخ نیونو ډکه ده او مونږ له دغه کار سره مخالف یوو.

هغه وویل د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې واک ته د ریپبلیکن ګوند په رسیدا سره داسې ښکاري چې د واشنګټن او پیکینګ اړیکې نوي پړاو ته ننوتلي دي ځکه چې د امریکا د کانګرس نوي مشر «میک کارتي» د خپلې مشرۍ په لومړیو ورځو کښې د چین لپاره یوه کرښه کاږلي ده په دې ډول چې د امریکا ولسي جرګې کانګرس د چین او د امریکا ترمینځ د سټراټيژیکې سیالۍ لپاره یوه منتخبه کمیټه جوړه کړي ده.

د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ ونبین زیاته کړه امریکا د نړۍ لپاره زیات مشکلات رامینځته کړي دي او د نړیوالو مقرراتو او د قواننیو او د نړیوال بهیر اپوټه حرکت کوي.