د نړۍ ځوانې ښځینه لومړۍ وزیرې له دندې استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126468-د_نړۍ_ځوانې_ښځینه_لومړۍ_وزیرې_له_دندې_استعفا_ورکړه
د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې جسیندا ارډرن چې د نړۍ ځوانه لومړۍ وزیره ده، له خپلې دندې یې استعفا وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2023 09:42 Asia/Kabul
  • د نړۍ ځوانې ښځینه لومړۍ وزیرې له دندې استعفا ورکړه

د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې جسیندا ارډرن چې د نړۍ ځوانه لومړۍ وزیره ده، له خپلې دندې یې استعفا وکړه.

د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې جسیندا آرډرن د ګوند په کلنۍ غونډه کې له خپلې دندې استعفا اعلان وکړ او زیاته کړې چې توان نلري چې په ښه توګه خپلې دندې دوام ورکړي او نه غواړي نیوزیلینډ ته زیان ورسوي.

۴۲ کلنې جیکندا آرډرن وویل، د دوبۍ په رخصتیو کې مې په همدې اړه فکر وکړ چې زه څومره بریالۍ کېدای شم، ترڅو د لومړۍ وزیرې په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړم او بالاخره دې پایلې ته ورسید چې په ښه توګه خپله دنده نشم کولای او باید د استعفا په ورکړې سره نیوزیلینډ د خپلې دندې له زیان څخه وژغوري.

جیکندا آرډرن په 2017 کې د 37 کالونو په عمر د نړۍ تر ټولو لومړۍ ځوانه ښځینه لومړۍ وزیره وټاکل شوه او د نړۍ دویمه لومړۍ وزیره ده چې د دندې پر مهال یې اولاد وزیږیده.

د نیوزیلینډ لومړۍ وزیره جسیندا آرډرن به د فبرورۍ تر 7 پورې دنده ترسره کړي.

ټاکل شوې نیوزیلینډ کې عمومي ټاکنې د روان کال په اکتوبر کې ترسره شي.