په سویډن کې قران کریم ته په سپکاوي اعتراضونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126616-په_سویډن_کې_قران_کریم_ته_په_سپکاوي_اعتراضونه_دوام_لري
له دې مخکې هم اسلامي او عربي هیوادونو دغه اقدام په کلکه غندلې وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2023 09:11 Asia/Kabul
  • په سویډن کې قران کریم ته په سپکاوي اعتراضونه دوام لري

له دې مخکې هم اسلامي او عربي هیوادونو دغه اقدام په کلکه غندلې وو .

د ایران  ، پاکستان ، عربستان ، یمن ،ترکیې ، سوریې ، ملایشیا ، انډونیشیا په شمول ګڼ شمیر اسلامي هیوادونواو ادارو په سویډن کې قران کریم ته سپکاوې په کلکه غندلې دې .

د ایران د خارجه وزارت ویاند په سویډن کښې د قرآنِ پاک سپکاوی په کلکه وغنده او ویې ویل: د سویډن حکومت دې د دا ډول اسلام دښمنه کړنو مخه ونیسي او ترسره کونکو ته دې سزا ورکړي . د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په اروپايي هیوادونو کښې د قرآن کریم د سپکاوي دوام چې دا ځل په سویډن کښې وشو، وغنده او ویې ویل: په خواشینۍ سره ځیني اروپايي هیوادونه د تیر په څیر د بیان له آزادۍ د ملاتړ په چټي پلمو سره، د اسلامي مقدساتو او ارزښتونو خلاف د کرکې خورونې په لاره کښې د تندلارو عناصرو لاسونه خلاص پریږدي او د بشري حقوقو د ښایسته شعارونو سره سره، په خپلو ټولنو کښې له اسلام سره دښمني او له اسلامه ویرول دودوي.د افغانستان خارجه وزارت هم په دغه سپکاوی غبرګون ښودلې دې او دا کار یې په کلکه غندلې دې .

د پاکستان خارجه وزارت هم په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په غندلو سره د دغه هیواد له چارواکو غوښتي دي له اسلامه د ویرونکیو اقداماتو مخه ونیسي .

د اسلامی ملګرتیا سازمان هم په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په غندلو سره خبردارې ورکړې دې دغه لمسونکې اقدام چی ځینو افراطي ښی پالو په ځلونو ترسره کړی دی ، مسلمانان هدف  ګرځولی دي او د هغو سپیڅلتیاو ته یې سپکاوې کړې دې .