یوه شپه کې په دوو هېوادونو کې خوب وکړئ
یو داسې هوټل جوړ شوی چې یوه شپه کې په دوو هېوادونو کې خوب کولای شئ
د فرانسې او سویس هېوادونو په پوله لاکوور کې د اربیز فارنکو سویس په نوم هوټل جوړ شوی چې مسافرین کولی شي چې په یوه شپه په دوو هېوادونو کې په کې خوب وکړي.
دا په نړۍ کې یوازینی هوټل دی چې په دوه هیوادونو کې موقعیت لري.
د دې هوټل ځینې خونې نیمایي په فرانسه کې او نیمې په سویس کې دي، نو که چیرې میلمانه په دې خونو کې ویده شي نو سر یې په سویس کې دی او پښې یې په فرانسه کې دي نو ثابته شوې چې په دې هوټل کې ناست مېلمه په یوه وخت کې په دوو هېوادونو کې خوب کولای شي.
د هوټل مدیریت په یو وخت کې د فرانسې او سویس دواړو حکومتونو ته مالیه ورکوي او همدا راز د دواړو هېوادونو لپاره جلا شمېرې هم لري.
د دې هوټل په سویس برخه کې مسافرینو ته سویسي او فرانسوي برخه کې فرانسي خواړه ورکول کیږي.
هوټل فرانسوي او سویس بیرغونه هم لري چې له مخې میلمه پوهیږي چې په کوم هېواد کې شتون لري.