د نړۍ تر ټولو زیات عمر لرونکې میرمن
Jan 23, 2023 09:08 Asia/Kabul
یوې هسپانوۍ د نږدې 116 کاله عمر په درلودو د نړۍ تر ټولو مشرې بوډۍ میرمنې مقام ګټلی
یوې هسپانوۍ د نږدې 116 کاله عمر په درلودو د نړۍ تر ټولو مشرې بوډۍ میرمنې مقام ګټلی
د ګینس بک آف ورلډ ریکارډونو هسپانوۍ میرمن ماریا برانیاس موریرا د نړۍ تر ټولو مشرې بوډۍ میرمنې په توګه اعلان کړه.
هغه ۱۱۵ کاله او ۳۲۴ ورځې عمر لري، په امریکا کې زیږیدلې، خو په 1904 م کال کې د مارچ په څلورمه په اته کلنۍ کې له کورنۍ سره یو ځای هسپانیې ته کډوال شوي دي.
ماریا وروسته له هغې د نړۍ تر ټولو مشره بوډۍ میرمن ونومول شوه چې فرانسوۍ میرمن راهب لوسیل رینډن د 118 کاله په عمر مړه شوه.
ټیګونه