جرمني د اوکراین د پوځيانو روزنه پیل کړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د اوکراین د پوځيانو لومړنۍ ډله د جرمني له وسلو سره د اشنایۍ لپاره جرمني ته ورسیدله.
جرمني څو ورځې مخکې ویلي وو چې د لئوپارډ دوه ای شپږ(Leopard 2A6) په نوم څوارلس ټانکونه به اوکراین ته ورکړي او په نږدې راتلونکي کښې به هم اوکراین ته کابو شپیته نور ټانکونه هم ورکړي.
د لئوپارډ دوه په نوم د ټانکونو او د زغرګاډو په شمول د درنو وسلو د استولو لپاره د جرمني له اجازې وروسته دغه هیواد اوس له دغو وسلو د استفادې لپاره د اوکراین پوځیانو ته د روزنې ورکول هم پیل کړي دي.
د اوکراین پوځیان به په اتو اونیو کښې د جرمني په شمال لویدیځ کښې په مونسټر ښار کښې د جرمني د وسلو د کارولو روزنه ترلاسه کړي.
د جرمني صدر اعظم اولاف شولټس ویلي دي چې هیواد یې حتی اوکراین ته د لئوپارډ د ټانکونو په سپارلو سره سره اراده نلري چې د جنګ په یوه لوري بدل شي.
روسیې مخکې خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د پرمختللیو جنګي تجهیزاتو ، وسلو او د ټانکونو استول به مکمنه ده چې له دغو درنو وسلو استفادې ته د جرمني د غبرګون د ښودلو سبب شي.