Feb 01, 2023 12:52 Asia/Kabul
  • امریکا د اوکراین له جنګ څخه ګټه پورته کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د دونتسک سیمې موقته مشر ډنیس پوشیلبین ټینګار وکړ امریکا یوازنی هیواد دی چې د اوکراین له جنګ څخه ګټه پورته کوي، امریکا سلاو قوم له یوبل سره په جنګ اچولی او هغوې یې له یوبل سره جنګ ته کاږلي دي.

امریکا او اروپايي هیوادونو د اوکراین د جنګ له پیل راهسې کي یف ته د وسلو او د تجهیزاتو په استولو سره د روسیې او د اوکراین د پوځي ټکر د نور زیاتولو په لاره کښې ګام پورته کړی دی.

د جرمني خارجه وزیر اتالنا بربوک د جنورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه په اسټراسبورګ کښې د اروپا د شورا د پارلمان په غونډه کښې وویل اروپايي هیوادونه له روسیې سره د جنګ په حال کښې دي نه دا چې له یوبل سره.

هغه له دغه ټکي استفاده وکړه چې لویدیځ هیوادونه قانع کړي اوکراین ته د وسلو د استولو او برابرولو په هکله له اختلاف لاس واخلي.

د دونتسک سیمې موقته مشر ډنیس پوشیلبین د جرمني د خارجه وزیر څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل امریکا د ډیرو وسلو په تامینولو سره نور اروپايي هیوادونه اوکراین ته وسلو ته وربولي او واشنګټن دغه راز د خپلو اروپايي شرکاو په  اقتصاد هم ګوزار کړی دی.

هغه وویل لویدیځ ټول قوانین تر پښو لاندې کوي هغوې له مخونه پرده لیرې کړي ده او هیڅ مبهم ټکی نشته.

 

ټیګونه