ضمير کابلوف له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت چارواکو او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد پر اړیکو خبرې کړې او د یوه سولهییز او سوکاله افغانستان لپاره یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
ازادۍ راډیو لیکلي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه بیان کې وویل چې کابلوف د پنجشنبې په ورځ اسلاماباد ته په یو ورځني سفر تللی و.
وړاندې لیکل شوي، چې کابلوف د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالانو امنې بلوچ او احمد نسیم رایچ سره کتلي دي.
د دواړو لورو ترمنځ د خبرو په اړه نور جزیات نهدي ورکړل شوي.
اسلاماباد ته د کابلوف له سفر سره جوخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له حکومته خپله غوښتنه تکرار کړه.
د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس کې وویل، طالبان باید د هغو ډلو او اشخاصو پر خلاف چې د هغې په وینا په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې لاس لري، پرېکنده اقدام وکړي.
د پاکستاني رسنیو په وینا مېرمن بلوچ دا هم ویلي چې، طالبان باید د پاکستان صبر ونه ازمويي.