اسلامي ایران او روسیه د سټراټيژیک مشارکت موافقه لاسلیک کوي
(last modified Thu, 14 Nov 2024 01:01:03 GMT )
Nov 14, 2024 05:31 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران او روسیه د سټراټيژیک مشارکت موافقه لاسلیک کوي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» وویل د ایران او د روسیې د سټراټيژیک مشارکت د موافقې د لاسلیک کیدا په حال یوو.

هغې پرون زیاته کړه هماغه ډول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر پزشکیان سره په کتنه کښې وویل د تهران او د ماسکو د جامع سټراټيژیک مشارکت نوي موافقه چمتو ده او ټاکل شوي ده چې په یو لړ رسمي دستورو کښې لاسلیک شي.

ماریا زاخارووا وویل چې د ایران او د روسیې ترمینځ د دغه موافقې د لاسلیک کیدا د وخت په هکله غږملتیاوې د ترسره کیدا په حال کښې دي.

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف هم دوه اونۍ مخکې د اورسیا د امنیت په هکله د مینسک په نړیوال کانفرنس کښې ویلي وو چې د ایران او د روسیې د سټراټيژیک مشارکت تړون په نږدې راتلونکي کښې د لاسلیک کیدا لپاره د چمتو کیدا په حال کښې دی.