امریکا د اوکراین له جنګ څخه ګټه پورته کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د دونتسک سیمې موقته مشر ډنیس پوشیلبین ټینګار وکړ امریکا یوازنی هیواد دی چې د اوکراین له جنګ څخه ګټه پورته کوي، امریکا سلاو قوم له یوبل سره په جنګ اچولی او هغوې یې له یوبل سره جنګ ته کاږلي دي.
امریکا او اروپايي هیوادونو د اوکراین د جنګ له پیل راهسې کي یف ته د وسلو او د تجهیزاتو په استولو سره د روسیې او د اوکراین د پوځي ټکر د نور زیاتولو په لاره کښې ګام پورته کړی دی.
د جرمني خارجه وزیر اتالنا بربوک د جنورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه په اسټراسبورګ کښې د اروپا د شورا د پارلمان په غونډه کښې وویل اروپايي هیوادونه له روسیې سره د جنګ په حال کښې دي نه دا چې له یوبل سره.
هغه له دغه ټکي استفاده وکړه چې لویدیځ هیوادونه قانع کړي اوکراین ته د وسلو د استولو او برابرولو په هکله له اختلاف لاس واخلي.
د دونتسک سیمې موقته مشر ډنیس پوشیلبین د جرمني د خارجه وزیر څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل امریکا د ډیرو وسلو په تامینولو سره نور اروپايي هیوادونه اوکراین ته وسلو ته وربولي او واشنګټن دغه راز د خپلو اروپايي شرکاو په اقتصاد هم ګوزار کړی دی.
هغه وویل لویدیځ ټول قوانین تر پښو لاندې کوي هغوې له مخونه پرده لیرې کړي ده او هیڅ مبهم ټکی نشته.