انجلۍ د پوزې د جراحۍ له کبله مړه شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د جنوبي امریکا په یوه هیواد کولمبیا کښې یوې ځوانۍ جینۍ د خپلې پوزې د ښکلي جوړولو لپاره له ډاکټر څخه جراحي وکړه او له کبله یې هغه مړه شوه.
د کولمبیا هیواد یویشت کلنې انجلۍ کیرن جولیټ کارډینس خپله د پوزې جراحي یعني رائنو پلاسټي وکړه او کور ته روانه وه چې شپږ کارډیو ریسایټري حملې ورباندې وشوې او هغه روغتون ته یوړل شوه خو مړه شوه.
د کیرن جولیټ کارډینس کورنۍ وویل د پوزې له جراحۍ وورسته هغه بې هوشه شوه او مونږ په هوش کښې د راوستلو هڅه وکړه او هڅه څو شیبې په هوش کښې راغله او بیا بې هوشه شوه.
دغه انجلۍ بیا روغتون ته یوړل شوه او څو ساعته وروسته مړه شوه.
د کولمبیا هیواد دغه انجلۍ په پوهنتون کښې د سائیکالوجۍ درس وایه او اخري کال یې و.
د کیرن ورور وویل چې تر پینځه ساعتونو پورې زما د خور د پوزې اپریشن شوی و او دوه بجې هغه له مونږ سره کور ته راغله او څو شیبې وروسته بې هوشه شوه.
ډاکټرانو وویل چې د کیرن سګي او د بدن دننه نور غړي له وینو ډک وو چې له کبله یې هغې له سا اخیستلو کښې مشکل درلود.