د امریکا او چین ترمینځ د تاؤتریخوالی نوي څپه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i127350-د_امریکا_او_چین_ترمینځ_د_تاؤتریخوالی_نوي_څپه
د امریکا خارجه وزارت دجمعې په مازدیګر په یوې اعلامیې کې ووئيل،دامریکا خارجه وزیر آنتونی بلینکن د چین خارجه وزیر وانګ یی ته  اعلان کړی دی چې د امریکا په فضا کې د چین دیوه جاسوسی بالون په لیدل کیداپسې ئې بیجینګ ته  خپل  د راتلونکی اونۍ سفر لغوه کړی دی.
(last modified 2023-02-04T06:46:45+00:00 )
Feb 04, 2023 11:11 Asia/Kabul
  • د امریکا او چین ترمینځ د تاؤتریخوالی نوي څپه

د امریکا خارجه وزارت دجمعې په مازدیګر په یوې اعلامیې کې ووئيل،دامریکا خارجه وزیر آنتونی بلینکن د چین خارجه وزیر وانګ یی ته  اعلان کړی دی چې د امریکا په فضا کې د چین دیوه جاسوسی بالون په لیدل کیداپسې ئې بیجینګ ته  خپل  د راتلونکی اونۍ سفر لغوه کړی دی.

د امریکا د خارجه وزارت په اعلامیې کې راغلی دي چې بلینکن خپل چیني همڅنګ ته وئیلي دي،دجاسوسۍ بالون لیږد، یو غیر مسئولانه اقدام او د امریکا دحاکمیّت د حق خلاف ورزي شمیرل کیږی. هغه ټینګار کړی دی چې واشنګټن  هماغه شان ډيپلوماسۍ ته پابنده دی.

د امریکا رسندویو  دتیرې پنجشنبې په ورځې راپور ورکړی،پنټاګان له څو ورځو راهسې دچین دیوه تجسسي بالون په څارنې  بوخت دی چې د امریکا د شمال د هوائي حریم په فضا کې  الوت کوي.د امریکا د دفاع وزارت ویندوي پاټریک رائيډر په یولړ څرګندونو کې ووئیل، ډاډمن یو چې دغه تجسسی بالون د چین ډیموکراټيک  دی،په وروستیو کلونو کې دغه شان پيښې  ډيرې لیدل شوي دي .پاټریک رائيډر وئيلی دي چې دامریکا پوځ فیصله کړې ده ،دغه بالون نه نسکوروي. دهغه په وینا همداراز سره له دې چې د نوموړي بالون  داوسنی الوت لاره داسې ده چې د ځينو حساسو سیمو په لور روان دی ،خو د مهمو اطلاعاتو  هیڅ خطره واشنګټن ته متوجه نه ده . هغه یاته کړې ده، مونږ همداشان د یوه هغه بالون په باب راپورونه چې د لاتینې امریکاپر فضا حرکت کوي، ترلاسه کړي دی. د مونږ ارزونه دا د ه چې  دا د چین یوبل څارونکی بالون دی.

د پنټاګان یوه لوړپوړي دفاعي چارواکي  د نامو دنه ښودلو په شرط خبریالانو ته وئيلي دي، امریکا ډیره ډاډمنه ده چې  دغه چیني بالون دحساسو سایټونو په فضا کې د اطلاعاتو دغونډولو لپاره الوت کوي. هغه وائي  یو هغه ځای چې  بالون پکې لیدل شوی ، مونتانا  ؤ چې  په ؛مالمسټرم ؛هوائي مرکز کې  د امریکا د ایټمی توغندیو په درو کې یو پلیټ فارم  پکې ځاي په ځاي دی.

د امریکا دنوي جنجال در امینځةکونې په مقابل کې،بیجینګ د واشنګټن  ادعاګانې رد کړي دي. چین پرون  ناوخته ، د امریکا په فضا کې د چین  دیه جاسوسي بالون دلیدو  په باب د امریکا په ادعاګانو غبرګون ښودلی دی  او په دې باب ئې  هر ډول ادعاګانې رد کړي دي. د چین خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې ووئیل، هغه بالون چې  د امریکا په فضا کې الوت کوي، غیر پوځي دی او د علمی اوهوا پيژندنې په چارو کې ورڅخه استفاده کیږي. دغه اعلامیه دهغه څه په یادونې سره چې نوموړی بالون  په تصادفي توګه  د امریکا هوائي حریم ته  وارد شوی دی،په دې موضوع ئې افسوس کړی دی. دغه وزاتر ټينګار کوي، چین دهیڅ یوه هیواد د حاکمیّت او هوائي حریم په خلاف ورزۍ پسې نه دی.

په سنګاپور کې دیره یو امنیتی شناندی الیګذینډر نیل  وائي؛ په داسې حال کې چې  دغه بالون احتمالا د چین او امریکا په اړیکو کې یو نوی لمسؤنکی عامل دی،احتمالا  له هغو نورو عناصرو سره په پرتله کې چې د چین ماډرن پوځ ئې په اختیار کې لري، د محدودو اطلاعاتو ترحده ارزښت لري.

داسې ښکاري  امریکا چې په کرتو ئې پخپلو مهمو سندونو کې  چین،په یویشتمې پيړۍ کې د متحده ایالاتو په ضد ترټولو مهم ګواښ په توګه بللی دی، اوس هڅه کوي،څو په یوې نوي پلمې سره پر بیجینګ دباؤنه زیات کړي او  دیوه  هغه بالون واریدیدا په لاسوند ګرځولو سره چې دامریکائي چارواکو په ادعا  جاسوسي بالون  او د چیني چارواکو په وینا،د آب و هوا  او موسم د معلومونې بالون دی،په دوو اړخیزو اړیکو کې ئې یو نوی تاؤتریخوالی رامینځةکړی دی . د جوزف بایډن  دحکومت امنیتی او پوځي چارواکو، په کرتو  چین د امریکا یو تر ټولومهم جیو پولیټيک  چیلنج  اعلان کړی او په یوه لیبرل نظم دمشتمل  نړیوال  نظام دبدلولو لپاره  ئې د نیّت مدعی شوي دي. په سیمه ایز او نړیوال ډګر کې د چین او متحده ایالاتو  د مخ په وده  مخامخیدا ته په پام سره، له چینه  په ویرولو مشتمل دغه انځور جوړونه داټکل وړ ده.

له چین سره د برابرې سیالۍ او د دوو اړخیزو اړیکو کې د تاؤتریخوالي د ختمونې په باب د جوزف بایډن د حکومت دچارواکو له ادعاګانوسره سره،البته هغه څه چې  دجوزف بایډن  واک ته د رسیدا له وخت راهسې د چین په وړاندې د امریکا په دریځونو اوا قداماتوپوهیدلی شو،له بیجینګ سره په اقتصادي،تجارتي،پوځي او امنیتی ، سیاسی او سایبری ډګرونو کې د هر اړخیزې ډغرې  او د هغو له سمندری ادعاګانو سره دمقابلې لپاره  دو اشنګټن هڅه ده.