اروپايي اتحادیه د طالبانو په رسمیت د پيژندلو پلان نلري
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په چارو کښې د اروپايي اتحادیې استازي توماس نیکلسون وویل د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل د دغه اتحادیې لومړیتوب نه دی.
هغه وویل اروپايي اتحادیه د افغانستان د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندل په میز باندې نلري خو له دې سره سره نه غواړي چې افغانستان منزوي او څنګ ته شي.
د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسون د پاکستان له چارواکو سره په کتنې کښې د افغانستان د ښاریزو د حقوقو د ساتنې ، د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو د ضرورت او په غیر حکومتي موسسو کښې د ښځو په کار د بندیز د لګولو په هکله د کابل د مشرانو د سیاستونو د پایلو په اړه خبرې کړي دي.
طالبان واک ته له رسیدا وروسته د نړیوال روا والي د ترلاسه کولو کوشش کوي خو نړیوالې موسسې تل په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت د بشري حقوقو په خلاف ورزیو تورنوي.
له طالبانو د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهمه غوښتنه د پراخ بنسټه حکومت جوړول، او د افغانستان د انجلیو او د ښځو د زده کړې او د کار د حق په رسمیت د پيژندلو په شمول د ښارونو حقوقو ته احترام کول دي.