امریکا کښې موږک په سړي باندې ګرځي راګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i127546-امریکا_کښې_موږک_په_سړي_باندې_ګرځي_راګرځي
زمونږ خبریال راپور راکړی ټوله ورځ له کار کولو وروسته خلک عمومي ستړي شوي وي او کور ته له ستنیدا مخکې د سفر په وخت لږ شان دمه او استراحت کوي
(last modified 2023-02-07T05:59:30+00:00 )
Feb 07, 2023 10:24 Asia/Kabul
  • امریکا کښې موږک په سړي باندې ګرځي راګرځي

زمونږ خبریال راپور راکړی ټوله ورځ له کار کولو وروسته خلک عمومي ستړي شوي وي او کور ته له ستنیدا مخکې د سفر په وخت لږ شان دمه او استراحت کوي

د امریکا د نیویارک په میټرو کښې په اورګاډي کښې یو ناست مسافر دومره سخت ویده شوی و چې هغه څو ثانیې هیڅ نه پوهیده چې یو غټ موږک د هغه په بدن باندې ښکته او بره ځي.

په دغه عکس کښې لیدل کیږي چې په میټرو کښې په اورګاډي کښې یو ناست مسافر دمه کوي یعني ویده شوی او په دې وخت کښې یو غټ موږک د هغه په پښو باندې خیژي او بره تر اورمیګ پورې ګرځي او بیا ښکته راځي.

کله چې د دغه ویده شوي مسافر سترګې خلاصیږي یعني له خوبه راویښیږي نو موږک له اورمیګ څخه لاس او لاس څخه وروسته بیا په پښو لاندې کوزه راکوزیږي.

په زړه پورې خبره دا ده چې د موږک په لیدو سره مسافر زیات شورماشور نه جوړوي او هغه خپلې څوکۍ ته نږدې دریږي.