روسیې د جعلي خبرونو په هکله امریکا ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i127582-روسیې_د_جعلي_خبرونو_په_هکله_امریکا_ته_خبرداری_ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ماسکو کښې د امریکا سفارت ته د یوه پیغام په استولو سره د اوکراین د جنګ په هکله د جعلي خپرونو د خپرولو په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-02-07T20:51:23+00:00 )
Feb 08, 2023 01:18 Asia/Kabul
  • روسیې د جعلي خبرونو په هکله امریکا ته خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ماسکو کښې د امریکا سفارت ته د یوه پیغام په استولو سره د اوکراین د جنګ په هکله د جعلي خپرونو د خپرولو په هکله خبرداری ورکړ.

له اوکراین څخه د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا پوځي ملاتړونه او لاسوهنې سبب شوي دي چې د اوکراین جنګ اوس هم دوام ولري او یوه کال ته دغه جنګ اوږد شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په ماسکو کښې د امریکا سفارت ته په یوه رسمي لیک کښې خبرداری ورکړ چې په اوکراین کښې د جنګ په هکله د جعلي او دروغو خبرونو خپرول بند کړي.

د روسیې خارجه وزارت په دغه لیک کښې ویلي دي چې د تیر میلادي کال د دسمبر په نهمه نیټه د دغه وزارت له ډیرو خبرداریو او په تیره بیا لیک سره سره د امریکا سفارت په اینټرنیټ پاڼو کښې خپلو بد غواړو فعالیتونو ته دوام ورکوي او په اوکراین کښې د روسیې د پوځي عملیاتو په هکله ناسم خبرونه خپروي.

د روسیې د خارجه وزارت له خبرداري ډک په دغه پیغام کښې ټینګار شوی دی په ورانکارو فعالیتونو کښې د امریکا لاس لرونکي ډيپلوماټان به له روسیې څخه وویستل شي.

امریکا، بریتانیا، فرانسه، جرمني، کاناډا، اسټرالیا او نور اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ د زیاتولو هڅه کوي او دغه هیوادونه اوس هم اوکراین ته ډول ډول پرمختللي درنې او سپکې وسلې او دغه راز له ټولې نړۍ څخه ټروریسټان استوي چې هلته د روسیې د عسکرو پرضد وجنګیږي.